د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د ننګرهار پوهنتون لسو تنو محصلینو سره د تحصیلي سکالرشیپونو قراردادونه لاسلیک کړل.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Image

 

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یاد سکالرشیپونه د المان هېواد په مرسته برابر شوي، چې له مخې به یې د ننګرهار پوهنتون د لومړي کال لس تنه هغه محصلین، چې هېواد ته نوي راستانه شوي او اقتصادي ستونزې لري، د لیسانس دورې د څلورو کلونو په موده کې مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

یاد قراردادونه د زمري په ۲۵مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه په حضور کې ددې پوهنتون د لسو تنو محصلینو او په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) عمومي رئیس ویلیم ایجالو تر منځ د محصلینو خدمتونو د انسجام آمریت په تالار کې لاسلیک شول.

په یادو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار طیب الله زاهد، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې رئیس ویلیم ایجالو، د یادې ادارې مرستیال پرویز خان، د پوهنتون د محصلینو خدمتونو د انسجام آمر اسلام الدین اخلاصمند او د یاد آمریت نورو مسؤلینو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پروګرام د پرانیستې وینا پر مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مننه وکړه، چې یادو محصلینو ته یې د مالي ملاتړ زمینه برابره کړه او له هغوی څخه یې د پوهنتون نورو مستحقو محصلینو لپاره هم د دغه ډول فرصتونو د برابرولو غوښتنه وکړه.

پوهاند بهسودوال د UNHCR مشرتابه ته سپارښتنه وکړه، چې د ننګرهار پوهنتون سره د محصلینو د عملي زده کړو، څېړنو، سروې او نورو علمي برخو کې ګډ کار وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار طیب الله زاهد د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو ویناوو په ترڅ کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مننه وکړه، چې په دې حساس وخت کې یې د محصلینو لاسنیوی وکړ.

نوموړو ټاکل شویو محصلینو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د ورکړل شویو سکالرشیپونو دې اعظمي او اغېزمنه استفاده وکړي.

په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر ویلیم ایجالو وویل، چې اداره یې له ننګرهار پوهنتون سره د شوي تفاهملیک په اساس د ګډ کار لېوالتیا لري او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به په علمي او تدریسي برخو کې د پوهنتون د ادارې سره په همغږۍ اړین ګامونه واخلي.

نوموړي د یادو سکالرشیپونو د مېکانېزم په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل، چې په وینا یې، د پوهنتون نږدې ۸۰ تنو محصلینو ورته انلاین نوملیکنه کړې وه، چې له منځه یې ۱۰ تنه په شرایطو برابر محصلین د پوهنتون او UNHCR ادارې د شپږ کسیزې کمېټې له خوا په شفافه توګه وټاکل شول.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مشرتابه په حضور کې د ټاکل شویو محصلینو او د UNHCR ادارې د مشر تر منځ د سکالرشیپونو قراردادونه لاسلیک شول.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

BACK TO NEWS

User account menu