د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
picture

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنې زمینه برابره شوه.
د یاد علمي سیر پر مهال محصلینو ته د دارالتادیب پېژندنې، ایجاد تاریخي مخینې، دندو او مسؤلیتونو، د ماشومانو قضیو او دوسیو ته د رسېدنې پروسې، دارالتادیب کې ماشومانو ته د شته امکاناتو، اسانتیاوو او نورو بېلابېلو برخو په هکله معلومات وړاندې شول او د هغوی پوښتنو ته د مسؤلینو له لوري ځوابونه وویل شول.
د دې لیدنې په پای کې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهاند احمد ګل واثق او نورو مسؤلینو د دارالتادیب له رهبرۍ مننه وکړه، چې په ښه توګه یې محصلینو ته مسلکي او ارزښتناک معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu