All News
د ننګرهار پوهنتون د اړوندو ۷ پوهنځیو نوي رئیسان د یادو پوهنځیو استادانو او منسوبینو ته ور وپېژندل شول.
پوهنوال محمد عظیم عظیم د طب، پوهندوی دکتور اسدالله دوست د وترنري علومو، پوهنمل بادام نیازی د کمپیوټر ساینس، پوهنمل محمد صادق رهنما د اقتصاد، پوهنمل محمد اسحق شهیدزوی د ښوونې او روزنې. . .
ننګرهار پوهنتون سره د ۱۰۰۰ مېوه لرونکو او زینتي نيالګيو مرسته وشوه.
د نيالګيو ياده مرسته د حجاز سترپلورنځي د مسؤل حاجي نسیم خلیل له خوا شوې وه، چې نن ورځ د ټولنیز فعال عبدالبصیر سباوون له خوا د پوهنتون مشرتابه ته وسپارل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس. . .
د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.
په نوموړې کاري ناسته کې، چې د مرغومې په ۳۰ مه نېټه ددې پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، د استادانو د علمي ترفیعاتو، تقرر او انفکاک کیسونو او يو شمېر. . .
د ننګرهار پوهنتون تقرر- انفکاک، نظم او دسپلین کمېټو مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول.
په یادو کاري ناستو کې د پوهنتون د مشرتابه سربېره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهنمل. . .
د ننګرهار پوهنتون پلان او پاليسۍ کمېټې ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.
په نوموړې کاري ناسته کې، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستيالانو او د یادې کمېټې غړو په کې. . .
د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس د سمسورتیا او سرسبزۍ پلان جوړ او د پوهنتون مشرتابه ته وسپارل شو.
یاد پلان د ننګرهار پوهنتون د تنظیف، ښکلا او سمسورتیا کمېټې په نوښت د کرنې پوهنځي د استادانو له خوا جوړ او د تطبیق په موخه د ننګرهار پوهنتون رئیس ته وسپارل شو.
په همدې اړه د ننګرهار. . .
د عبدالرحیمزیو قوم پېژندنې کتاب چاپ شو.
نوموړی کتاب د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د څلورم کال محصل فیض الله عبدالرحیمزي او د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د استاد پوهندوی وحیدالله عبدالرحیمزي له. . .
د ننګرهار پوهنتون د بهرنیو اړیکو کمېټې غونډه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه.
په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د یادې کمېټې مشر پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي او غړو. . .
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره وليدل.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معين انجنير سيد اسماعيل روحاني د یوه پلاوي په ملتیا ننګرهار پوهنتون ته راغی او د دې پوهنتون د مشرتابه او مسؤلینو سره یې ولیدل.
په یاده. . .