ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته ( په اسلامي تاریخ او تمدن کې د افغانانو ونډه ) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۲۷
pic

په نوموړي علمي سیمینار کې، چې د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت په ابتکار جوړ شوی و، د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو سلګونه تنو محصلینو برخه لرله.

یاد سیمینار د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي محقق محمد کریم ادیب له لوري ارایه شو، چې پر مهال یې د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د افغانانو د سرښندنو، کارنامو، افغاني فقهاوو او مفسرینو رول، د اسلامي نړۍ په پراختیا کې د افغانانو ونډې او د یادې موضوع اړوند مختلف علمي معلومات وړاندې شول او د سیمینار د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب شوې.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام امر قاري بشیر احمد احمدي د سیمینار د ارزونې پر مهال له محقق محمد کریم ادیب څخه مننه وکړه چې په خورا ښه شکل یې د سیمینار مطالب محصلینو ته ارایه کړل او زیاته یې کړه چې د محصلانو خدمتونو انسجام امریت تل  د محصلینو او ځوانانو د علمي سویې لوړولو، بیدارۍ، مسؤلیت پذیرۍ، دین او هېواد دوستۍ په موخه بېلابېل علمي سیمینارونه دایر کړي او دغه چاره به راتلونکي کې هم ادامه ولري.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu