ننګرهار پوهنتون کې د۱۲ کادري بستونو لپاره له ۷۵ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۲۹
Picture

یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون د ګډ هیئت له خوا د ننګرهار ،کونړ، کندوز او بامیان  پوهنتونونو د طب، زراعت، ستوماتولوژي او ښوونې او روزنې پوهنځیو د بېلابېلو څانګو لپاره واخیستل شوه. 

د علمي کادر بستونو یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست څخه راغلي پلاوي او د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه په حضور کې د ټاکل شوي ممتحنه هیئت له خوا واخیستل شوه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــیــ/ـــخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د  محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د حامد اخندزاده په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست څخه راغلي پلاوي له ازموینې وړاندې ممتحنو استادانو سره غونډه وکړه او د پوهنتون رئیس په کې د خپلې وینا پر مهال استادانو ته په تفصیلي شکل د جوړو شویو پوښتنو تشریح کولو، خپلوۍ اړیکو نه پاللو او عدالت په پام کې نیولو سپارښتنې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي او استادانو په ملتیا د ازموینې له صحني لیدنه وکړه او ګډونوالو کاندیدانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په برخه کې یې تر ممکنه حده هلې ځلې کړي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu