ستراتیژیک پلان

د کرنې پوهنځي ستراتیژیک پلان

 

 

د تأسیس کال      ۱۳۵۷

دیپارتمنتونه            ۷           

داستادانو تعداد        ۳۷

داکتر                   ۲

ماستر                ۲۰

ليسانس                     ۱۵

محصلینو تعداد   ۱۲۰۰

اهداف

  • دکرنې مسلکي کادرونو روزل.
  • دکرنیزوتولیداتو په کمي او کیفي توګه لوړول.
  • دکرنې دسکتور اداري سیستم رغول.

انکشافي پلان

لاندې دیپارتمنتونه په پلان کې دي

  • د غذا تکنالوجي
  • اګروبزنس
  • نباتي  نسلګیري
  • ځنګلونه

نور پرمختګونه

  •  Ph.D اوماسترۍ په سویه د استادانو روزنه
     
  • د ماسترۍ په سویه د محصلینو د روزنی د پروګرام اماده کول
     
  • د تحقیقاتي، حیواني  او نباتي پرمختللي او مجهزو فارمونو احداث
     
  • مجهز لابراتوارونه
     
  • تدریسي مجهز تعمیر
     
  • د کانفرانسونو مجهز سالون
     
  • دسپورت کامپليکس
     
  • د خارجي  پوهنتونو نو سره توامیيت
     
  • د داخلي دولتي او غیر دولتي کرنیزو ادارو سره د اړیکو ایجادول
     
  • د پوهنځي لپاره د علمي مجلې ایجادول
     
  • په معاصرې تکنالوژۍ او کمپیوټر باندې د پوهنځي د تدریسي او اداري پرسونل مجهز کول
     
  • د پوهنځي Database جوړول
     
  • د کریکولم ترمیم او پرمختګ
     
  • د نباتي باغ جوړول (Botanical Garden)
  • د زون په سطحه د مسلکي غړو اتحادئي جوړول
  • د تحقیقاتي او تولیدیي فارمونو د جوړولو لپاره په کافي اندازه ځمکې تر لاسه کول.
     
  • د استادانو لخوا په هر سمستر کې کنفرانسونو د ارائې د لړئ ایجادول.
     
  • په ملي او بین المللي سطحه د سیمينارونو او ورکشاپونو د دایرولو لپاره د زمینې  برابرول

د کرنی د پوهنځي SWOT تحلیل

 .1 قوي نقطې (S) Strengthening

  • لوړ رتبه او با تجربه کادرونو موجودیت
     
  • د موثره او باکفایته ادارې موجود یت
     
  • با تجربه اداري پرسونل موجودیت
     
  • جغرافیوي مو قعیت
     
  • مساعد اقلیمي شرایط
     
  • تدریسي پروسې د کیفیت د لوړولو په اړوند د استادانو خاصه پاملرنه او توانایي
     
  • د لوړو زده کړو او تحصیلي مؤسسو د قوانینو او لوایحو څخه  اعظمي استفاده
     

.2 ضعيفې نقطې (W) Weakness

  • د لابراتوارونو نشتوالی
     
  • د نباتي، حیواني تحقیقاتي او تولیدي فارمونو نشتوالی
     
  • د تدریسي مجهزو خونو ( تعمیر) نشتوالی
  •  
  • داستادانولپاره دکافي دفترونونشتوالی
     
  • د خارجي پوهنتونونو سره د توامیيت نشتوالی
     
  • د داخلي دولتي او غیر دولتي کرنیزو ادارو سره د اړیکو نشتوالی
     
  • په تدریسي او اداري چارو کې (IT ) Information Communication نه استعمال
     
  • د کرنې د علمي مجلې نشتوالی
     
  • د محصلینو د چارو لپاره  د Data base نشتوالی
     
  • د نباتي باغ (Botanical Garden) نشتوالی

.3 مواقع یا فرصتونهOpportunities (O) :

  • دنورو پوهنتونو نو سره توامیيت   چانسونه.
  • ددولتي اوغیر دولتي ادارو شتون.
  • دننګرهار د کانال دپراخه زراعتي ځمکو شتوالی.
  • دتدریسي پرسونل او تحصیلي سويې لوړولو لپاره دسکالر شپونو شتوالی.
  • داستادانو دعلمي سويې د لوړولو لپاره دفیلو شپونو شتوالی.
  • دکرنې مالدارئ او آبیارئ وزارت  په چوکات کی د تحقیق او توسعې د پروګرامونو موجودیت (دساحو شتون)

.4  تهديدونه  (T ) Threats:

  • اقتصادي ضعف
  • دساحېنشتوالی
  • په مالي برخه کی دپوهنځي د ادارې د صلاحیت نه موجود یت.
  • دعلمي کادرونو کمښت او فرار.
  • ‏دغیر مسؤلانه  خپرونې چې دعلمي معیارونو په سطحه برابر ندي.
  • دزراعت د سکتور ضعیف انکشاف (په غیر مستقیم ډول)
  • داکاډمیکو چارو ضعیف پرمختګ.

دپورتني تحلیل خلاصه

دکرنې پوهنځي اداره پورتني تحلیل اوستراتیژیک پلان ته په کتلو سره خپله ستراتیژي او تګلاره په لاندې ډول خلاصه کوي:

دهغو قوي نقاطو  Strengthening(S)چې پوهنځی يې لري او توانايي لري چې د هغو مواقعو Opportunities (O)  چې موجودې دي څخه اعظمي استفاده وکړي ترڅو هغه ضعف Weakness (W) چی وجود لري او هغه تحدیدونه Threats (T) چې پوهنځي ته متوجې دي له مینځه یوسې او یو سالم پرمختللی او په تکنالوژۍ سمباله اداره رامنځته شي او د وخت غوښتنو ته ځواب ووائي .