دژبو او ادبياتو پوهنځي په اړه

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په علمي او اداري تشکيل کې د پرمختيايي پلان له مخې په ۱۳۶۳ ل کال په رسمي ډول تاسيس شوی دی. هغه مهال يې يوازې يوه څانګه (پښتو ژبه او ادبيات) درلوده چې د استادانو شمېر يې(۶) تنه وو.  یاد پوهنځی هم په همدې نامه ( د پښتو ژبې او ادبياتو پوهنځی) سره یادیده. ورپسې د روسي ژبې او ادب څانګه هم پکې د يو څو کالو لپاره فعاله  شوه. د وخت له  غوښتنو او اړتياوو سره سم پکې نورې څانګې لکه: د انګليسي ژبې او ادب څانګه په ۱۳۷۱ ل کال فعاله شوه. په ۱۳۷۲ ل کال د عربي ژبې او ادب  څانګه نوې تاسيس شوه. بايد يادونه وکړو چې د پښتو ژبې او ادب څانګې په اډانه کې د شپې برنامه هم تاسيس شوه، دوه کاله يې د ژبو او ادبياتو  پوهنځي  په چوکاټ کې فعاليت درلود، خو په ۱۳۸۳ ل کې د ښوونې او روزنې پوهنځي  اداري تشکيل ته ورانتقال شوه. له ۱۳۷۱ ل را په ديخوا د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په درسي نصاب کې د وخت د غوښتنو سره سم ادلون بدلون راغلی. دغه راز د دري ژبې او ادب څانګه په ۱۳۸۲ ل کال کې فعاله شوه، له دې وروسته د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په تشکیل کې د هندي ژبې او ادب څانګه په ۱۳۸۵ ل کال تاسيس شوه او همدارنګه په ۱۳۹۳ ل کال کې د دې پوهنځي په تشکیل کې د جرمنی ژبې او ادب څانګه رامنځته شوه.  دا مهال د ژبو او ادبیاتو پوهنځی ټولې شپږ څانګې لري چې له دې ډلې څخه یې په دوه څانګو پښتو ژبه او ادب کې په ۱۳۹۳ ل کال د ماسترۍ پروګرام تاسيس شوی او همدارنګه په عربي ژبه او ادب څانګه کې په ۱۳۹۹ل کال کې د ماسترۍ پروګرام تاسیس شوی دی.

کله چې په یاد پوهنځي کې له  پښتو ژبې او ادب څانګې څخه پرته نورې څانګې ايجاد شوې، نو د پوهنځي نوم د( پښتو ژبې او ادب پوهنځي) څخه د ژبو او ادبياتو پوهنځي په نوم بدل شو. دې پوهنځي د خپل فعاليت په بهير کې د لومړۍ ورځې څخه را پدې خوا په مختلفو څانګو کې  یو زیات شمېر مسلکی کادرونه د ټولنې د خدمت لپاره روزلی دي.

اوس مهال د دې پوهنځي په شپږو څانګو کې د محصلانو مجموعي شمېر(۱۱۱۵) تنه دي. د محصلينو د علمي سويې د لوړولو په خاطر کتابتون، کمپيوټر ليب او د انټرنټ سهولت موجود دی. د تشکيل له مخې دغه شمېر محصلانو ته په علمي کادر کې شامل ( ۵۲)  تنه استادان په تدريس بوخت دي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په خپل  علمي چوکاټ کې د چارو د ښه تر سراوي  او پراختیا په موخه یو شمېر کمېټې  لري چې په مسلکي کادرونو سنبال دي لکه  د تضمین کېفیت، نصاب او کریکولم، څېړنې، فرهنګي چارو، نظم دسپلین او د شکایتونو اورېدلو، ازموینو، ستراتیژیک پلان  او برېښنايي زده کړو کمېټه. همدارنګه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي نوی ستراتيژيک پلان د زېربنايي خدماتو، بشري منابعو او د نوو اکاډمیکو پرمختګونو پر بنسټ ولاړ دی.

User account menu