د لغمان پوهنتون رئیس د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره ولیدل

nu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۹:۳۵
news

 

د لغمان پوهنتون رئیس پوهنمل دوکتور عصمت الله دراني د ننګرهار پوهنتون له رئیس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره ولیدل.

په یاده لیدنه کې، چې د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي هم حضور درلود، دواړو لوریو د لغمان پوهنتون په علمي او تدریسي بهیر خبرې اترې وکړې او د ننګرهار پوهنتون مشرتابه له نوموړي پوهنتون سره په بېلابېلو برخو کې د مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۲:۵
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د نیالګیو کرلو کمپاین پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د یاد کمپاین په ترڅ کې به سږ کال شاوخوا (۱۰۰۰۰) لس زره بېلابېل مېوه لرونکي او زینتي بوټي د دې پوهنتون په مرکزي کمپس او اړوندو پوهنځیو کې کېنول شي.

یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۴:۲۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري او مالي چارو مرستیال د خپل معاونیت اړوندو آمرینو سره غونډه وکړه.

په یاده اوونیزه کاري ناسته کې، چې د بشري سرچینو، دعوت او ارشاد، اطلاعاتو او نشراتو، معلوماتي ټکنالوژۍ، تهیه او تدارکاتو، مالي او حسابي چارو او روغتیايي کلینیک آمرینو او د لیلیې عمومي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون د پلان او پالېسۍ او تضمین کیفیت کمېټو غړو ته ( د ستراتېژیک پلان مدیریت، ارزښت او اړتیا) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې موخه ترې د ګډونوالو ظرفیت لوړونه وه، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت له لوري د پوهنځیو په کچه (د تضمین کیفیت او پلان او پالېسۍ) کمېټو غړو ته دایر شو.

د یاد ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS

User account menu