ننګرهار پوهنتون کې د نیالګیو کرلو کمپاین پیل شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۲:۵
picture

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د یاد کمپاین په ترڅ کې به سږ کال شاوخوا (۱۰۰۰۰) لس زره بېلابېل مېوه لرونکي او زینتي بوټي د دې پوهنتون په مرکزي کمپس او اړوندو پوهنځیو کې کېنول شي.

یاد کمپاین د پوهنتون ریاست په هدایت د چاپېریال ساتنې مرکزي کمېټې او حفظ و مراقبت مدیریت په ګډو هلو ځلو پیل شو، چې پرانیسته یې د پوهنتون د رئیس، مرستیالانو او نورو مسؤلینو له لوري وشوه.

د کمپاین د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د اقلیم په مثبت تغیر، کرنې، اقتصاد او نورو بېلابېلو برخو کې د نیالګیو کېنولو په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې.

نوموړي وویل: دا د ټولو هېوادوالو مسؤلیت دی، چې د چاپېریالي ښکلا، سمسورتیا او خوندیتوب لپاره په خپلو نومونو یو یو نیالګی کېنوي او د هغې ساتنه او پالنه وکړي.

ښاغلي مدني همدارنګه د چاپېریال ساتنې کمېټې، حفظ و مراقبت مدیریت مسؤلینو او کمپاین کې مشغولو کارګرانو څخه مننه وکړه، چې د پوهنتون ښېرازۍ په برخه کې ستړیاوې ګالي.

ورپسې د نیالګیو کرلو کمپاین پرانیسته وشوه او د پوهنتون مشرتابه غړو او نورو مسؤلینو په خپلو نومونو یو یو نیالګی په ټاکل شویو ځایونو کې نهال کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu