انجینری پوهنځی تاریخچه

انجنیري پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۳۵۷ کال کې تأسیس شوی او د صنعتي او رهایشي ودانیو جوړونې، اوبو رسولو او کانالیزاسیون او د تهوئې او تسخین څانګو لرونکی و. په ۱۳۷۱ کال کې پورته یادې شوې درې واړه څانګې د سېول انجنيري په څانګهبدلې شوې. انجنیري پوهنځي د تېرو ناورینونو پر مهال په یادو څانګو کې زیات شمېر کادرونه په شپږدېرشو دورو کېپه دولتي او غیر دولتي سکتورونو کې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

انجنیري پوهنځی د رشد او انکشاف لپاره د امریکې متحده ایالاتو د سنتیاګو ستیت د پوهنتون سره د همکارۍ یو قرارداد لاسلیک کړ، چې په هغه کې د پوهنځي د درسي کریکولم جوړول،استادانو تهد ماسترۍ په سویه د عالي تحصیلاتو برابرول، لابراتوارونو د سامان تهیه او نصبول او کتابونو تهیه کول شامل و، چې د قرارداد له مخې د پورتنیو یادو شویو مسایلو څخه ۶تنه استادان د ماسترۍ لپاره امریکا متحده ایالاتو او پولینډ هېوادونو ته واستول او په بریالۍ توګه بېرته خپل هېواد ته راستانه شول. د سېول رشتې لپاره درسي کریکولم د سندیاګو پوهنتون له خوا جوړ شو، کتابونه تر یو حده تکمیل شول، خو بدبختانه د لابراتوارونو سامانونه ناقص تکمیل شول، چې تر اوسه ترې محصلینو په درسته توګهاستفاده ونشوه کړای.

په تېرو کلونو کې د پوهنځي د انکشافي او ستراتېژیک پلان له مخې د اوبو د زېرمو او چاپېریال ساتنې او همدارنګه د مهندسۍ څانګې ایجاد شوې، چې د سېول څانګې تر څنګ د اوبو د زېرمو او چاپېریال ساتنې څانګې تر اوسه دوه دورې د ۱۱۵ تنوپه شاوخوا کې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

د مهندسۍ څانګه، چې د ۱۳۹۶ کال د کانکور له لارې ورته په لومړۍ دوره کې ۸۰ تنه معرفي شوي وو، اوس مهال د ۱۴۰ تنو په شاوخوا کې محصلین په نوموړې څانګه کې په زده کړو بوخت دي او د ۱۳۹۸ کال د کانکور ازموینې له لارې به ورته۸۰ تنه نور هم معرفي شي. انجنیري پوهنځي په درې ګونو څانګو کې د کریدیت نړیوال سیستمپلی کېږي.

د انجنيري پوهنځي اداره په دې هڅه کې ده، چې په یادو شويو درېو څانګو (سېول، مهندسي او د اوبو د سرچينو او چاپېریال ساتنې انجنيري) علمي پروګرامونو کې د اوسنۍ عصري نړۍ مطابق انجنيري  پروګرامونه د هېواد د ملي او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتېژیو په پام کې نیولو سره  پلي کړي، چې دغې چارې ته يې په خپل پنځه کلن (۱۳۹۷- - ۱۴۰۱) ستراتېژیک پراختیايي پلان کې لومړيتوب ورکړی دی.