د ماسترۍ دورې نوم ليکنې خبرتيا!

nu_admin
image

Event dates

Event dates -

 

ننګرهار پوهنتون د نوي تحصيلي کال لپاره د ماسترۍ په لاندې څانګو کې د کانکور ازموينې له لارې محصلين قبلوي:

١- فقهې او قانون څانګه – شرعياتو پوهنځى

٢- تفسير او حديث څانګه – شرعياتو پوهنځى

٣- قضا او څارنوالۍ څانګه – حقوقو او سياسي علومو پوهنځى

٤- پښتو ژبې او ادب څانګه – ژبو او ادبياتو پوهنځى

۵- عربي ژبې (اللغة العربیة) څانګه – ژبو او ادبياتو پوهنځى

۶- اداره او تجارت څانګه – اقتصاد پوهنځى

د نوم ليکنې شرايط:

اړوند پوهنځي څخه د فراغت سند.

د تذکرې اصل او کاپي.

د ديپلوم او ترانسکريپټ اصل او کاپي، چې د لوړو زده کړو وزارت څخه تائيد شوي وي.

د (٦٥) سلنه نمرو لرل.

يوه قطعه رنګه عکس (چې بکګراونډ یې سپین وي).

د فورمې د ډکولو څخه وروسته د اړوند پوهنځي او پوهنتون ریاست تائید او فورمه کې د عکس مهر کول.

هغه کاندیدان، چې له هېواده بهر فارغ شوي، د لوړو زده کړو وزارت د اسنادو د ارزیابۍ مکتوب ولري.

په شرايطو برابر فارغان دې د نوم ليکنې لپاره د روانې عقرب میاشتې له (۱۹) نېټې څخه د قوس تر (۱۹) نېټې پورې د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو آمریت ته راشي.

د نوم لیکنې ځای: د فوق لیسانس برنامو آمریت، ساینس بلاک- دویم پوړ، ننګرهار پوهنتون.

د نوم لیکنې وخت: ذکور د سهار له ۸ بجو نه تر ۱۱ بجو / اناث د غرمې له ۱۱ بجو د ماسپښین تر ۳ بجو پورې.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

More events

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۲:۲۵
Background image

خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي ماسترۍ ۳ برنامو (هارتیکلچر، اګرانومي او د کرنیزو تولیداتو ځنځیري ارزښت مدیریت) ټولو بریالیو جدید الشمول محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې سر له سبا ورځې . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۱۳
Background image

د ماسترۍ دورې کانکور ازموینې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي هارتیکلچر، اګرانومي او کرنیزو تولیداتو ځنځیري ارزښت مدیریت څانګو ماسترۍ برنامو ګډونوالو ته، چې وړاندې یې نوملیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د یادو برنامو . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۴۰
Background image

د داو طلبۍ خبرتيا!

داو طلبۍ ته د دعوت شمېره: MOHE/NU/1404/NCB/G-09

د ننګرهار پوهنتون رياست له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون د مرکزي ليليې د . . .

User account menu