د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو څانګو د کادري بستونو له کاندیدانو څخه د نړیوالو ژبو ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۸ - ۹:۸
image

 

د انګلیسي او عربي ژبې یاده ازموینه د غويي په ۱۷مه نېټه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له خوا د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد، ساینس پوهنځي د بیولوژي او کېمیا، طب پوهنځي د بیزیک ساینس، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د عامه حقوقو، ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو او ژورنالېزم پوهنځي د عامه اړیکو څانګو د اعلان شویو کادري بستونو لپاره واخیستل شوه، چې ۱۰۴ تنو کاندیدانو په کې برخه لرله.

په همدې تړاو د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د غونډو په تالار کې د ازموینې پرانیستې مراسم جوړ شوي وو، چې د پوهنتون د مشرتابه، مرستیالانو او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مسؤلینو او استادانو سربېره په کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هم برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح د ازموینې د تخنیکي مسایلو د تشریح تر څنګ د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د استاذانو او ټاکل شوي هیئت سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ازموینې بهیر څخه د لیدنې پر مهال استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې ګډونوالو کاندیدانو ته په ښه توګه لارښوونه وکړي او ازموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه په شفافه توګه واخيستل شي، چې د هغوی له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu