د ننګرهار پوهنتون د نوي پنځه کلن ستراتېژیک پلان جوړونې په موخه لومړنۍ کاري ناسته ترسره شوه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۳۰ - ۸:۵۳
image

 

په یاده غونډه کې، چې وري په ۲۹مه د پوهنتون په ریاست مقام کې جوړه شوه، د دې پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو او د پوهنتون د پلان او پاليسۍ کمېټې غړو برخه لرله.

د مجلس د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د تېر پنځه کلن ستراتېژیک پلان د تطبیق شویو او نه تطبیق شویو مواردو او د هغې د لاملونو په اړه د مجلس ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

نوموړي ستراتېژیک پلان د ادارې د انکشاف او موخو ته د رسېدلو مهمه لار وبلله او زیاته یې کړه، دا چې د تېر پلان موده پای ته رسېدلې، اړینه ده، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پوهنتون نوی ستراتېژیک پلان جوړ کړو.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت د پلان او پالیسۍ کمېټې غړو او د مجلس ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د پلان جوړولو پر مهال د لوړو زده کړو وزارت ستراتېژیک پلان او همدارنګه د ټولنې عیني شرایط په پام کې ونیسي او یو داسې پلان ترتیب کړي، چې په عملي کولو یې لاسبري شو.

د غونډې په دویمه برخه کې د پوهنتون د پلان او پالېسۍ کمېټې مشر پوهنیار عبدالهادي زماني د یادې کمېټې د تېرو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه د پوهنتون مشرتابه او د مجلس ګډونوالو ته معلومات ورکړل او هم یې د پوهنتون د ستراتېژیک پلان جوړولو په اړه د اجرااتو ډاډ ورکړ.

د مجلس په وروستۍ برخه کې ګډونوالو مسؤلینو او استادانو د ننګرهار پوهنتون د قوت او ضعف نقاطو، اسانتیاوو، فرصتونو، ستونزو او ننګونو د تحلیل په موخه ګروپي کار ترسره کړ او پایلې یې د پلان او پالیسۍ کمېټې ته وسپارلې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۲۸
Background image

د امارتي او خصوصي پوهنتونونو ۱۵ تنو بې وزله محصلینو څخه مالي ملاتړ وشو.

لوړو زده کړو وزارت سره د (HHRD) نړیوالې خیریه مؤسسې د شوې هوکړې له مخې به د یادې مؤسسې د زده کړو ملاتړ پروګرام په لړ کې د ننګرهار پوهنتون او د یو شمېر ننګرهار مېشتو خصوصي لوړو زده کړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۲۳
Background image

د افغان مراد خصوصي لېسې زده کوونکو له ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

ننګرهار کې د افغان مراد خصوصي لېسې (۴۰) تنو زده کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او ددې پوهنتون اړوند معلومات یې ترلاسه کړل. راغلو زده کوونکو ته د ننګرهار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۳:۲۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ، چې درې اوونۍ به دوام وکړي، د روانې وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو لوبډلو ترمنځ. . .

BACK TO NEWS

User account menu