د ننګرهار پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ او کتابتون آمريت خبرتیا!

Event dates
Event dates -
د ننګرهار پوهنتون معلوماتي تکنالوژۍ او کتابتون آمريت ویاړي چې د خپلو درنو استادانو، محصلانو، اداري کارکوونکو او د علم او ادب هغو نورو مينه والو له پاره چې غواړي علمي سويه يې لوړه شي، آنلاین کتابتون او معلوماتي سرچينو ته د لاس رسي زمينه برابروي. نن موږ وتوانېدو چې د نړۍ په کچه يو غني څېړنیزې او معلوماتي منابع Research4Life کې ننګرهار پوهنتون راجسټر کړو.
ياده سرچينه يو داسې پلیټ فارم او ویب پاڼه ده چې د نړۍ تقريباً د ټولو هیوادونو زده کوونکو او څيړونکو ته په وړيا ډول او يا هم په کم لګښت د peer-reviewed زده کړې معلومات په آنلاین بڼه وړاندې کوي.
نوموړې سرچينه د لاندې پورټلونو او ډیټابیسونو ټولګه ده:
Hinari: https://portal.research4life.org/
AGORA: https://agora.research4life.org/
OARE: https://portal.research4life.org/
ARDI: https://ardi.research4life.org/
GOALI: https://portal.research4life.org/
Hinari (په روغتیا)
AGORA (په کرنه)
OARE (په چاپیریال)
ARDI (په ساينس او ټکنالوژي)
GOALI (په حقوقو او عدالت)
تمرکز کوي.
د Research4Life سیشن پیل کولو لپاره د Research4Life پورټل یا AGORA یا ARDI يا GOALI او يا هم OARE ځانګړي پورټل چې لنکونه يې پورته ذکر شوي دي، د خپل براؤزر اپلیکیشن له طريقه لاړ شئ او لاندې يوزرنيم او پاسورډ په استفادې سره په پورټل کې لاګن شئ ترڅو د پورټل معلوماتو ته لاسرسى پيدا کړئ.
يوزرنيم: AFG011
پاسورډ: 94937
درنښت
سيد اجمل نقشبندي
د معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون آمر