د ننګرهار پوهنتون مشرتابه، استادانو او محصلینو د افغان سولې په اړه د امریکا د متحده ایالتونو د وړاندیز شوې طرحې په اړه بحث وکړ.

sakhizada_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۹:۴
image

 

په یاده مشورتي ناسته کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د یو شمېر پوهنځیو، پوهنتوني کمېټو او سولې مرکز مسؤلینو، استادانو او محصلینو برخه لرله.

د مجلس پر مهال د ملي مصالحې عالي شورا له خوا رالېږل شوې د افغان سولې په اړه د امریکا د متحده ایالتونو د وړاندیز شوې طرحې په اړه هر اړخیز بحث وشو او د یادې طرحې د ځینو مواردو د اصلاح او سمونې په اړه د پوهنتون استادانو او محصلینو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د پلان او پالیسۍ کمېټې مشر او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنیار عبدالهادي زماني ته دنده وسپارله، چې د مجلس د غړو له خوا د یادې طرحې د اصلاح او غنامندۍ په اړه ورکړل شوي نظریات او وړاندیزونه راټول او توحید کړي، چې وروسته به د پوهنتون ادارې له خوا اړوندې ادارې ته ولېږل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۲۸
Background image

د امارتي او خصوصي پوهنتونونو ۱۵ تنو بې وزله محصلینو څخه مالي ملاتړ وشو.

لوړو زده کړو وزارت سره د (HHRD) نړیوالې خیریه مؤسسې د شوې هوکړې له مخې به د یادې مؤسسې د زده کړو ملاتړ پروګرام په لړ کې د ننګرهار پوهنتون او د یو شمېر ننګرهار مېشتو خصوصي لوړو زده کړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۲۳
Background image

د افغان مراد خصوصي لېسې زده کوونکو له ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

ننګرهار کې د افغان مراد خصوصي لېسې (۴۰) تنو زده کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او ددې پوهنتون اړوند معلومات یې ترلاسه کړل. راغلو زده کوونکو ته د ننګرهار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۳:۲۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ، چې درې اوونۍ به دوام وکړي، د روانې وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو لوبډلو ترمنځ. . .

BACK TO NEWS

User account menu