فعالیتونه
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي فعالیتونه
حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د تدریسي بهیر تر څنګ لاندې فعالیتونه ترسره کړي دي:
۱- تدریسي بهیر تر څنګ محصلینو ته عملې برنامې په لاره اچول.
۲- د شته تفاهم لیکونو څخه استفاده کول او بېلابېلو اداراتو ته د عملي زده کړو او روزنې په موخه د محصلینو معرفي کول.
۳- د شپې برنامې لرل.
۴- د ماسترۍ تر کچې ټولنې ته د علمي کادرونو وړاندې کول.
۵- د استادانو او محصلینو ظرفیت لوړونې ته پاملرنه کول، چې اوس مهال هم ددې پوهنځي ځینې استادان د دوکتورا لپاره نورو هېوادونو ته لېږل شوي دي.
۶- د پوهنتون اړوند مسایلو او چاپېریال ساتنې برخو کې ننګرهار پوهنتون ادارې سره په ګډه همکاري کول.
۷- د بېلابېلو فرهنګي فعالیتونو ترسره کول.
۸- د پوهنځي د ځینو محصلینو له خوا په نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستل.
۹- د پوهنځي د محصلینو له خوا د هېواد په کچه د جیسیپ سیالیو اتلولي خپلول او نور.