د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د احتکار په اړه د عامه پوهاوي سيمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
انځور

د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو محصلینو ته د احتکار پېژندنې، لاملونو، دنیوي او اخروي زیانونو، مخنيوي او ټولنیزو ـ اقتصادي ستونزو په هکله معلوماتي سيمینار دایر شو.
یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د امام ابوحنیفه (رحمه الله) د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې لسګونو تنو محصلینو په کې ګډون او د موضوع په اړه  معلومات حاصل کړل.
سيمینار د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي نصرت الله جلالي وړاندې کړ او د احتکار په اړه یې هر اړخیز معلومات له محصلینو سره شریک کړل.
په سيمینار کې وویل شول، اسلام احتکار، یعنې د خلکو د اړتیا وړ توکو قصدي ذخیره کول او د قیمتونو د لوړوالي په وخت کې یې بازار ته عرضه کول، چې خلکو ته اقتصادي ستونزې جوړوي او هم د اجناسو د کمښت سبب ګرځي، حرام ګڼي، خو عادي ذخیره چې خلکو ته زیان ونه رسوي، احتکار نه بلل کېږي.
په یاد سیمینار کې د انصاف، امانتدارۍ، سالم تجارت، د مشتریانو، عامو مسلمانانو حقونو او ټولنیز مسؤلیت په اړه هم خبرې وشوې او له محصلینو وغوښتل شول، چې د احتکار زیانونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي او مخنیوي کې یې خپل رول ادا کړي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu