ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ د ساینس پوهنځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

ashraf_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۱۴
انځور

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو په کې ګډون کړی و.
د یادو سیالیو په وروستي پړاو (فاینل) کې ساینس پوهنځي لوبډلې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ټورنمنټ لومړی مقام او د اتلولۍ جام وګاټه.
د کرکټ سیالیو دې ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد سربېره د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، فرهنګي کمېټې غړو، د سپورت او بدني روزنې امریت مسؤلینو او ګڼو محصلینو برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر قاري نصیر احمد عباس وویل، سپورت او ورزشي فعالیتونه د محصلینو د بدني او فکري ځواک پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دي او راتلونکي کې به  هم محصلینو ته د مختلفو سیالیو ټورنمنټونه دایر کړي.
د مراسمو په پای کې د مسؤلینو او راغلو مېملنو له خوا د ګټونکې لوبډلې لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او سیالیو تنظیموونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
سرچینه : د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو (۲۶۵) تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د څلورو میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
یاده برنامه د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۵۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو څخه په پنځو فرامینو کتاب کې د اخیستل شوې سیالۍ پایلې اعلان او له حفظ حلقې څخه د فارغو محصلینو دستار بندي ترسره شوه.

د ننګرهار پوهنتون څوارلس ګونو پوهنځیو له ګڼو محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه پنځو فرامینو کتاب کې د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او همدارنګه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS

User account menu