د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د ازموینې اضطراب لمنځه وړلو په هکله معلوماتي او روزنیز سيمینار دایر شو.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۵۲
انځور

یاد سيمینار د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت او د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام لارښوونې په اساس د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو سلګونو تنو محصلینو ته د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې استاد پوهنمل نصیب الله ذکي له لوري د پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانونو خدمتونو او همغږۍ آمر قاري بشير احمد احمدي د پرانيستې وينا پر مهال د ازموینو اضطراب د محصلینو د علمي پرمختګ پر وړاندې یوه رواني ننګونه ياده کړه، چې په وينا يې بايد مدیریت شي او دوی به د ورته علمي او روزنیزو پروګرامونو له لارې د محصلینو ذهني او رواني حالت ته زيات پام وکړي.

نوموړي د سيمينار ارايه کوونکي استاد څخه مننه وکړه او له محصلینو يې وغوښتل، چې د دا ډول برنامو او فرصتونو اعظمي ګټه واخلي.

استاد ‌ذکي د سيمینار د ارایې پر مهال د ازموینې اضطراب / اندېښنې مفهوم پېژندنې، نښو، د اندېښنو پیدا کېدلو عواملو او د هغې د مخنیوي لارو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

سيمینار کې وویل شول، له استادانو، ارواپوهانو او د اړوندې برخې متخصصینو څخه د مرستې غوښتنه، د ازموینو ډول ته پاملرنه، فزیکي فعالیتونه، استقامت، مثبت افکار، پر هڅو زیات تمرکز، دعا، اذکار او د عمل او نیت اصلاح د ازموینو د اضطراب مدیریت کولو او لمنځه وړلو لپاره ګټور فکټورونه دي، چې محصلین باید ورته پام وکړي.

د سيمینار په پای کې محصلینو د موضوع اړوند له استاد څخه پوښتنې وکړې، چې د هغه له خوا ورته ځوابونه ورکړل شول.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu