ننګرهار پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د معلوماتو مدیریتي سیستم په هکله د پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۱:۱۸
PICTURE

د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه په لارښوونه د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو او د محصلانو چارو امریت کارکوونکو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ امریت له خوا د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د معلوماتو مدیریتي سیستم (ایچ اي ایم ای ایس) د کارولو او تطبیق په هکله د پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.
د ورکشاپ پرانیسته د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت وکړه او په خپلو خبرو کې یې د ورکشاپ ګډون کوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت او د پوهنتون ادارې له پرېکړې سره سم د محصلینو، استادانو او کریکولم اړوند ټول مواد په بشپړ ډول یاد سیستم کې ځای پر ځای کړي.
قدرمن شیخ صاحب زیاته کړه، په همدې موخه یې دغه ورکشاپ دایر کړی ، چې د یاد انلاین سیستم د پوهاوي او تطبیق په برخه کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې حل او کاروونکي یې په استعمال پوره برلاسي شي.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر سید اجمل نقشبندي د (ایچ اي ایم ای ایس) سیستم د مېکانېزم،کارونې او تطبیق په اړه مسلکي او تخنیکي معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو آمر مولوي سعید الله عمري په دعا سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu