د ننګرهار پوهنتون اداري کارکوونکو ته د (په اداره کې پلان جوړونه؛ خنډونه او حل لارې) تر سرلیک لاندې سيمینار دایر شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۱:۹
picture

یاد سيمینار چې د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو امریت اړوند د لوړتیا لوړونې عمومي مدیریت له خوا د پوهنتون اداري امرینو او مدیرانو ته دایر شو، پر مهال یې ګډونوالو ته د اداري کارونو د ښه مدیریت، غوره پلان جوړونې او د جوړ شوي پلان د تطبیق پر وړاندې خنډونو او ننګونو ته حل لارو  پیدا کولو په اړه معلومات وړاندې شول.
د سيمینار د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمر قاري جمیل مُحسن په اداره کې د پلان جوړونې په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د سيمینار د محتوا مسایل په ښه توګه زده او په خپلو کاري ساحو کې پلي کړي.
نوموړي د سيمینار د ارایه کوونکي استاد څخه مننه وکړه او راتلونکي کې یې د پوهنتون د ریاست مقام په ملاتړ د ورته نورو روزنیزو کورسونو او پروګرامونو د جوړېدو ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د سيمینار د تدریس او روزنې چارې د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي استاد پوهنمل منصور فقیرزي له خوا پر مخ وړل کېدې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو (۲۶۵) تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د څلورو میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
یاده برنامه د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په. . .

BACK TO NEWS

User account menu