د ننګرهار پوهنتون اداري کارکوونکو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې په اړه د پوهاوي سيمینار دایر شو .

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۸:۴۹
picture

یاد سيمینار چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت په نوښت او ددې پوهنتون د کیفیت لوړاوي امریت له خوا د پوهنتون اداري امرینو او مدیرانو ته دایر شو، پر مهال یې ګډونوالو ته د کیفیت لوړاوي د اصلي او فرعي معیارونو تشریح او تفسیر سربېره د اداري چارو ښه والي په هدف د نویو معلوماتو او مهارتونو ښودنه وشوه.
په دغه سیمینار کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو او د پوهنتون امرینو او مدیرانو برخه لرله.
د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح یاد سيمینار د اداري چارو په پرمختګ او مؤثریت کې ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د اداري شعباتو چارې ښې او کارکوونکي به د خپلو چارو ترسراوي په اړه لا زیاته پوهه ترلاسه کړي.
نوموړي ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې یاد سيمینار د خپلو کاري مهارتونو تقویت لپاره ستر فرصت وګڼي، په کې شته مسایل په ښه شکل زده او د چارو ښه مدیریت په موخه یې عملي کړي، تر څو پوهنتون راتلونکي کې په لوړو نومرو د خپل اعتبار سند څخه ساتنه وکړي. 
د سيمینار په دویمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د کیفیت لوړاوي آمر پوهنوال علي جان عادل سيمینار کې د ګډونوالو اداري کارمندانو اړوند د هغوی په چارو کې د کیفیت لوړاوي او کارونو اغېزمنتیا په موخه د معیارونو پلي کولو په هکله معلومات وړاندې او د هغوی پوښتنې یې ځواب کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې مرکزي کمېټې غونډه وکړه.

د کمېټې په دې ناسته کې، چې د پوهنتون علمي چارو مرستیال په مشرۍ او د کیفیت لوړاوي داخلي واحد مسؤل او کمېټې غړو په حضور کې ترسره شوه، د کمېټې په روانو فعالیتونو، پوهنځیو او څانګو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې نوبتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه، چې پر مهال یې لوړو زده کړو وزارت څخه د تائید شویو کورسونو معیاري ثبت، ثبت بهیر څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته جوړ شوی ۳ ورځنی سيمینار پای ته ورسېد.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خوا د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته جوړ شوی درې ورځنی ديني او علمي سيمینار په دعا سره پای ته ورسېد.
د. . .

BACK TO NEWS

User account menu