د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د محصلانو چارو آمریت څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۳:۵
Picture

 ننګرهار پوهنتون رئیس ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال په ملتیا د محصلانو چارو آمریت له روانو چارو څخه د ارزونې او خدماتو کیفیت لوړولو په موخه لیدنه وکړه .
د یادې لیدنې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شــیخ انعام الله مدني فارغانو ته د اسنادو  او محصلینو ته د هویت کارتونو د توزیع او نورو بېلابېلو برخو کې د پرتو خنډونو د حل په موخه د یاد آمریت کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د پوهنتون رئیس د محصلانو چارو امریت مسؤلینو ته د چارو د غوره تنظیم  او پر وخت ترسراوي، محصلینو ته د لازمو سهولتونو چمتو کولو او د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنې په اړه سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د یاد امریت له کارکوونکو مننه وکړه، چې په بشپړ اخلاص خپلې چارې پر مخ بیايي او د محصلانو چارو اړوند لومړیتوبونو بیانولو تر څنګ یې سپارښتنه وکړه، چې د یاد آمریت له روانو چارو څخه باید محصلان رضایت ولري.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو آمر مــولوي سعید الله عمري د پوهنتون مشرتابه ته د هغه د سپارښتنو مطابق د اجرااتو ترسره کولو ډاډ ورکړ او د یاد آمریت اړوند غوښتنې، اړتیاوې او ستونزې یې ورسره شریکې کړې، چې د پوهنتون د رئیس له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شو.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

BACK TO NEWS

User account menu