د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د محصلانو چارو آمریت څخه لیدنه وکړه.
ننګرهار پوهنتون رئیس ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال په ملتیا د محصلانو چارو آمریت له روانو چارو څخه د ارزونې او خدماتو کیفیت لوړولو په موخه لیدنه وکړه .
د یادې لیدنې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شــیخ انعام الله مدني فارغانو ته د اسنادو او محصلینو ته د هویت کارتونو د توزیع او نورو بېلابېلو برخو کې د پرتو خنډونو د حل په موخه د یاد آمریت کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د پوهنتون رئیس د محصلانو چارو امریت مسؤلینو ته د چارو د غوره تنظیم او پر وخت ترسراوي، محصلینو ته د لازمو سهولتونو چمتو کولو او د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنې په اړه سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د یاد امریت له کارکوونکو مننه وکړه، چې په بشپړ اخلاص خپلې چارې پر مخ بیايي او د محصلانو چارو اړوند لومړیتوبونو بیانولو تر څنګ یې سپارښتنه وکړه، چې د یاد آمریت له روانو چارو څخه باید محصلان رضایت ولري.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو آمر مــولوي سعید الله عمري د پوهنتون مشرتابه ته د هغه د سپارښتنو مطابق د اجرااتو ترسره کولو ډاډ ورکړ او د یاد آمریت اړوند غوښتنې، اړتیاوې او ستونزې یې ورسره شریکې کړې، چې د پوهنتون د رئیس له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شو.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت