ننګرهار پوهنتون کې د (HEMIS) سیستم د پوهاوي درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۲:۳۹
Picture

په نوموړی ورکشاپ کې، چې د ننګرهار پوهنتون د  معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون آمریت له لوري ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو او د بېلابېلو ډیپارټمنټونو، فوق لیسانس برنامو، محصلانو چارو او استادانو چارو امریتونو مسؤلینو ته د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) کې دایر شوی، د یاد سیستم د کارولو په برخه کې پوهاوی ورکول کیږي.
د ورکشاپ پرانیسته د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني وکړه او د خپلې وینا پر مهال يې د (HEMIS) سیستم د کارولو په ګټو او اهمیت د خبرو کولو تر څنګ د ټولو پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو ته سپارښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو محترم  وزارت د هدایت او د پوهنتون ادارې له پرېکړې سره سم د محصلینو، استادانو او کریکولم اړوند ټول مواد باید په سافټ بڼه د (HEMIS ) انلاین سیستم کې ځای پر ځای کړي، په یاد سیستم ځانونه پوه او کارونې ته یې ژمنتیا ولري.
ښاغلي مدني یاد سیستم د اداري او تدریسي معلوماتو خوندي ساتلو، مدیریت او تحلیل لپاره یوه اساسي او اړینه  وسیله یاده کړه، چې په وینا یې د ډیټا امنیت، کره والی او  معلوماتو ته اسانه لاسرسی تضمینوي.
نوموړي هیله وښوده، چې د یاد ورکشاپ ارایه کوونکی سید اجمل نقشبندي به وکولی شي، چې ګډونوالو ته چمتو کړي معلومات په ښه شکل ارایه او د یاد سیستم په برخه کې به د ګډونوالو ستونزې حل کړي.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د خپلو خبرو پر مهال د یاد ورکشاپ دایرېدل یو مثبت ګام وباله او ویې ویل، د پوهنتون رهبري هوډ لري، چې کارکوونکو ته د هغوی په ورځنيو چارو کې د شته ستونزو د حل او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره دې ته ورته ورکشاپونه او برنامې پلې کړي.
نوموړي د معلوماتي ټنکالوژۍ او کتابتون آمریت له مسؤلینو مننه وکړه، چې په دې برخه کې له استادانو او اداري کارکوونکو سره مرسته کوي.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته ۳ ورځنی دیني او معلوماتي سيمینار پای ته ورسېد.

یاد سيمینار، چې پر مهال یې د هېواد جیدو علماء کرامو او افتخاري شیوخو له لوري د ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د مختلفو دیني او اصلاحي موضوعاتو په اړه بیانونه او پرېزنټېشنونه وړاندې شول، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۲:۴۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استادانو او محصلینو ته ( د قرانکریم له نظره په چارو کې د پایلو سنجول) تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیز سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح له خوا د شرعیاتو پوهنځي د غونډو په تالار کې د پوهندوی څخه پوهنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه وړاندې شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۲:۲۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د پروپوزل، مونوګراف او تېزس لیکنې ۳ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت او محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو (۴۵) تنو محصلینو ته د پوهنتون مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu