ننګرهار پوهنتون کې د (HEMIS) سیستم د پوهاوي درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۲:۳۹
Picture

په نوموړی ورکشاپ کې، چې د ننګرهار پوهنتون د  معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون آمریت له لوري ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو او د بېلابېلو ډیپارټمنټونو، فوق لیسانس برنامو، محصلانو چارو او استادانو چارو امریتونو مسؤلینو ته د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) کې دایر شوی، د یاد سیستم د کارولو په برخه کې پوهاوی ورکول کیږي.
د ورکشاپ پرانیسته د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني وکړه او د خپلې وینا پر مهال يې د (HEMIS) سیستم د کارولو په ګټو او اهمیت د خبرو کولو تر څنګ د ټولو پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو ته سپارښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو محترم  وزارت د هدایت او د پوهنتون ادارې له پرېکړې سره سم د محصلینو، استادانو او کریکولم اړوند ټول مواد باید په سافټ بڼه د (HEMIS ) انلاین سیستم کې ځای پر ځای کړي، په یاد سیستم ځانونه پوه او کارونې ته یې ژمنتیا ولري.
ښاغلي مدني یاد سیستم د اداري او تدریسي معلوماتو خوندي ساتلو، مدیریت او تحلیل لپاره یوه اساسي او اړینه  وسیله یاده کړه، چې په وینا یې د ډیټا امنیت، کره والی او  معلوماتو ته اسانه لاسرسی تضمینوي.
نوموړي هیله وښوده، چې د یاد ورکشاپ ارایه کوونکی سید اجمل نقشبندي به وکولی شي، چې ګډونوالو ته چمتو کړي معلومات په ښه شکل ارایه او د یاد سیستم په برخه کې به د ګډونوالو ستونزې حل کړي.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د خپلو خبرو پر مهال د یاد ورکشاپ دایرېدل یو مثبت ګام وباله او ویې ویل، د پوهنتون رهبري هوډ لري، چې کارکوونکو ته د هغوی په ورځنيو چارو کې د شته ستونزو د حل او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره دې ته ورته ورکشاپونه او برنامې پلې کړي.
نوموړي د معلوماتي ټنکالوژۍ او کتابتون آمریت له مسؤلینو مننه وکړه، چې په دې برخه کې له استادانو او اداري کارکوونکو سره مرسته کوي.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu