د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو څخه ۱۶۱ تنه علمي کادرونه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۲:۳۵
pic

د یادو علمي کادرونو له ډلې ۷۰ تنه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له پښتو، هندي او الماني څانګو او ۹۱ تنه د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي له عامه ادارې، عامه پالیسۍ او پراختیا مدیریت څانګو څخه فارغ شول.
په همدې پار د ننګرهار پوهنتون په ادیتوریم، شرعیاتو پوهنځي د غونډو تالار او ستاره شرق هوټل کې مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو، استادانو، فارغېدونکو محصلینو، د هغوی د کورنیو غړو او خپلوانو برخه اخیستې وه.
یادو فراغت غونډو ته د ویناوو پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مــ/ـــولوي احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت فارغېدونکو علمي کادرونو او د هغوی کورنیو ته د دغه ستر ویاړ له کبله مبارکي وویله، هغوی یې د ګران هېواد ابادۍ او نظام ملاتړ ته راوبلل او د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې زده کړو ترلاسه کولو ته یې وهڅول.
نوموړو له پوهنتون څخه فراغت لویه لاسته راوړنه یاده کړه، د فارغېدونکو محصلینو له کورنیو، استادانو او دوستانو یې مننه وکړه، چې تر دې مرحلې پورې یې د هغوی ملاتړ کړی او محصلینو ته یې په راتلونکو زده کړییزو چارو کې د استقامت، نوښت او ابتکار رامنځ ته کولو سپارښتنې وکړې او ځوانان یې نورو هېوادونو ته د تګ او مهاجرت څخه منع کړل.
د پوهنتون مرستیالانو دغه راز وویل : حکومت د علمي کادرونو او مسلکي اشخاصو د جذب لپاره ژمنتیا لري، دغه برخه کې ډېر پرمختګونه شوي او د ټولو تحصیل کرده ځوانانو له وړتیاوو، پوهې او تجاربو څخه به د هېواد په هر اړخیز پرمختګ کې ګټه واخیستل شي.
یادې غونډې د پوهنتون رهبرۍ غړو او استادانو له لوري فارغو محصلینو ته د تصدیق پاڼو په ورکړې سره پای ته ورسېدلې.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۲۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون سره د درملو او تعقیمي موادو مرسته وشوه.

یاده مرسته چې ۸۳ ډوله درمل، د تعقیم او پاکوالي مواد په کې شامل دي، د یوې خیریه ادارې له لوري د تدریسي روغتون مسؤلینو ته وسپارل شوه، څو د ناروغانو په درملنه، روغتیايي خدمتونو ښه والي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته مونوګراف څخه د دفاع مهارتونو او معیاري پرېزنټېشن جوړولو په هکله دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو لسګونو تنو محصلینو ته د پوهنتون د غونډو په تالار کې د انجنیري پوهنځي استاد او د نوموړې کمېټې مشر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۴۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۶۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار،کونړ سید جمال الدین افغاني، هېواد، بایزید روښان، زاول او متانت پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ښوونې او روزنې، حقوقو او سیاسي علومو، کمپیوټر ساینس او اقتصاد پوهنځیو. . .

BACK TO NEWS

User account menu