ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۶۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۴۹
انځور

یاده ازموینه د ننګرهار،کونړ سید جمال الدین افغاني، هېواد، بایزید روښان، زاول او متانت پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ښوونې او روزنې، حقوقو او سیاسي علومو، کمپیوټر ساینس او اقتصاد پوهنځیو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه واخيستل شوه.

دغه کادري ازموينه د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر او علمي ترفيعاتو رياست او د ننګرهار پوهنتون ګډ ممتحنه هیئت په حضور کې په اقتصاد  پوهنځي کې واخیستل شوه.

د ننګرهار پوهنتون د استادانو چارو آمر پوهنیار مولوي محمد طارق مخلص او لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر ښاغلي دوکتور فضل الربي یوسف د ازموینې اخیستلو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه او ګډونوالو ته یې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په هکله ډاډ ورکړ.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموينې کې د بريالیو جدیدالشمول محصلانو د نوم لیکنې مهال وېش په لاندې خپور شوي جدول کې ترتيب شوی دی. د نوم ليکنې پر مهال باید لاندې موارد په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS

User account menu