د ننګرهار پوهنتون رئیس ددې پوهنتون له یو شمېر اداري او خدماتي کارکوونکو سره غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۴:۱۷
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس، چې پر مهال یې د یاد پوهنتون د اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو هم حضور درلود، د پوهنتون له یو شمېر خدماتي کارکوونکو او د هغوی له آمرینو سره غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې، د پوهنتون د حفظ او مراقبت او خدماتي چارو د غوره تنظیم او ګړندیتوب په برخه کې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د پرانیستې وینا پر مهال له دیني پلوه د چاپېریال پاک ساتلو پر اهمیت وغږېد او خدماتي کارکوونکي یې د پوهنتون د ظاهري ښکلا د تامین په برخه کې لا زیاتو هلو ځلو ترسره کولو ته راوبلل.
نوموړي اړونده برخه کې مسؤلو اشخاصو ته سپارښتنه وکړه، چې د پوهنتون د حفظ او مراقبت او تنظیف او سمسورتیا لپاره غوره عملیاتي پلانونه پلي کړي، تر څو یاده برخه کې شته ستونزې حل او محصلینو او منسوبینو ته د تحصیل او کار یو معیاري پوهنتوني چاپېریال رامنځ ته شي.
د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو خبرو پر مهال یې خدماتي کارکوونکي د هغوی په کاري ساحو کې شته ستونزو ته ځیر کړل، د ستونزو په حل لارو وغږېدل، د هغوی وړاندیزونه یې واورېدل او سپارښتنه یې وکړه، چې په چارو کې د خپلو امرینو اطاعت وکړي.
د نوموړو په وینا، ټول خدماتي کارکوونکي به د نوي جوړ شوي پلان له مخې د پوهنتون بېلابېلو څانګو کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي، د چارو څخه به یې پر وخت څارنه کیږي او هغه څوک چې ډېر کار کوي ډېر امتیاز به اخلي.
سرچینه : د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu