د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د ختیځو ولایتونو د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د مسؤلینو، استادانو، محصلینو او علماء کرامو سره د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې ولیدل.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۸:۵۰
image

 

د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د راتګ په ویاړ ننګرهار پوهنتون کې ستره غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار او د ختیځ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د مشرتابه، استادانو او زرګونو محصلینو سربېره په کې د ننګرهار د ولایتي ادارې مسؤلینو او علماء کرامو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او ورسره مل پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ترې وکړه، چې د هېواد ټولو زونونو ته یې د تحصیلي وضعیت د ارزونې او بهبود په موخه سفرونه پیل کړي.

نوموړي د ننګرهار پوهنتون د علمي او تدریسي وضعیت، کړنو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه راغلي پلاوي ته معلومات ورکړل او د ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم ننګرهار پوهنتون د هېواد له سترو او تاریخي پوهنتونونو یاد کړ، چې د تحصیلي ډګر د پیاوړتیا لپاره یې ډېر کار کړی او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

نوموړي د افغانستان د .ا.ا بریا د ټولو افغانانو ګډ افتخار وباله او استادان او محصلین یې د اسلامي نظام ملاتړ ته راوبلل.

ښاغلي ندیم له ټولو هغو استادانو مننه وکړه، چې په دې سختو شرایطو کې د ولس تر څنګ پاتې شول او په هغو استادانو یې، چې بهر ته تللي، د بېرته راستنېدو غږ وکړ.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد د تحصیلي نظام د معیاري کېدو او د پوهنتونونو او تحصیلي موسساتو د ستونزو د حل ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې جدي هڅې روانې دي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د خپل دوه ورځني کاري سفر په ترڅ د ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان او د ننګرهار د بېلابېلو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسساتو د مسؤلینو سره ځانګړې ناستې وکړې او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

دغه راز یې د ختیځ زون د سلګونو تنو علماء کرامو سره غونډه وکړه او د لوړو زده کړو د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او معیاري کېدو په برخه کې یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د خپل کاري سفر په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه په ملتیا ددې پوهنتون د تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه او په یاد روغتون کې د رامنځته شویو مثبتو تغیراتو ستاینه یې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

BACK TO NEWS

User account menu