ننګرهار پوهنتون کې د ختیز زون د دولتي پوهنتونونو د امامانو او مبلغانو بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۹:۲۴
image

 

یاده ازموینه د عقرب په ۲۴ او ۲۵ نېټه د شیخ شاکرالله وحدت په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي له خوا‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎ د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان پوهنتونونو د ۵ بستونو لپاره له ۳۰ تنو علماوو څخه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د ازموینې د پرانیستې مراسمو ته وینا پر مهال ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون د ممتحنه هیئت سره په ګډه یې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په برخه کې تر ممکنه حده هلې ځلې کړي دي.

نوموړي د ازموینې پروسې په اړه کاندیدو علماوو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې ازموینه به په تمامه معنی شفافه واخلي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.

د یادونې وړ ده، چې د ازموینې په ممتحنه هیئت کې د شیخ شاکرالله وحدت تر څنګ د لوړو زده کړو وزارت د ارزیابۍ ریاست ممتحن مولوي محمد هاشم برخه لرله او د ازموینې د انسجام چارې د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچينو آمر حسین احمد سمندر په غاړه وې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu