All News

شنبه ۱۴۰۰/۵/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو کمېسون مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره د پېژندنې غونډه وکړه.

 

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل محمد شاکر وحیدي د یوه پلاوي په مشرۍ د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو او. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۳۰ - ۹:۵۳
Background image

د زماني بنسټ استازي د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره وليدل.

 

په ختیځ کې د زماني فاونډېشن اداري مسؤل رضا خان عصمتزي د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره وليدل.

په ياده لیدنه کې، چې د علمي چارو او محصلانو چارو مرستيالانو،. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۸:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ تدریسي تګلارو (OBE-SCL) د زده کړې ۱۲ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

 

یاد ورکشاپ د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) په نوښت جوړ شوی ؤ، چې د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو ۲۰ تنو استادانو په کې برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۸:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس د دویمې دروازې د جوړېدو چارې پیل شوې.

 

یاده دروازه، چې کوچنی پارک، ډبرین کتاب، ګلدانونه او نور ملحقات لري، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مخکېني رئیس او استاد شهید پوهاند مسعود نېکبخت د کورنۍ په مالي مرسته جوړېږي.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۸:۵۵
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۲ مې کالیزې د نمانځې په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

 

یاده غونډه د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، چې د ګډونوالو له خوا په کې د خپلواکۍ د ۱۰۲ مې کالیزې د ښې نمانځې په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۸:۵۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د شرعیاتو پوهنځي د چارو لیدنه او ارزونه وکړه.

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۸:۴۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د څه دپاسه ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د رغنیزو چارو پرانیسته شوه.

 

په یادو رغنیزو چارو کې د دې پوهنتون د طب، ښوونې او روزنې، شرعیاتو، وترنري علومو، ژبو او ادبیاتو او انجنیري پوهنځیو، د مرکزي لیلیې، پخلنځي، خوړنځي، مېلمستون، پوسته خانې او جنسي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

ننګرهار پوهنتون تر ټولو مشر PhD ډاکټر فارغ کړ.

 

د بلخ پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي متقاعد استاد ۷۰ کلن پوهندوی سید رحمت الله منطقي د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون دوکتورا پروګرام د دویمې دورې سکالر د زمري په ۱۳مه نېټه له خپل پایلیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۸:۲۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او د افغانستان د دکتورانو ټولنې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسليک شو.

 

د مسؤلينو په وينا، د ياد هوکړه لیک له مخې به دواړه لوري د څېړنو، علمي کنفرانسونو، د علمي کادرونو ظرفیت لوړونې، فوق لیسانس برنامو پیاوړتیا، مسلکي او تخنیکي مشورو ورکولو او نورو. . .

Pagination

User account menu