د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال دې پوهنتون ته د کانکور له لارې د نویو بریالیو محصلینو د ثبت او راجستر له روان بهیر څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د لیدنې پر مهال ثبت نام لپاره راغلو محصلینو سره له نږدې خبرې وکړې، له یاد بهیر څخه یې د هغوی د رضایت په اړه معلومات تر لاسه کړل او د محصلانو چارو آمریت مسؤلینو ته یې د دغه بهیر د ښه والي او تسریع په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت