ډیپارتمنټونه

د اقتصاد پوهنځي څلور ګونې څانګې

د کاروبار مدیریت Business Administration څانګه

د کاروبار مدیریت څانګه د اقتصاد پوهنځي تر تأسیس کیدو ډېر وروسته رامنځته شوه، ددې څانګې د اړتیا پر بنسټ اقتصاد پوهنځي ددې څانګې د رامنځته کېدو په پار هڅې او کوښښونه پېل کړل او د همدې هڅو او منډو ترړو پایله وه چې په ۱۳۸۸ لمریز لېږدیز کال نوموړې څانګه د اقتصاد پوهنځي او ننګرهار پوهنتون په ګډ وړاندیز سره د لوړو زده کړو جلیله وزارت لخوا منظور شوه.

یادې څانګې تر دې مهاله ډېر فارغان ورکړي دي چې په ډېرو مهمو او کلیدي پوستونو دندې تر سره کوي او عملاً د هیواد په عامه اداره کې په خدمت مصروف دي. د Business Administration څانګې تر دې مهاله ۴۴۶ تنه فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي چې د ښه کیفیت پایله یې په اداراتو کې څرګنده ده، اوسمهال په یاده څانګه کې د اته تنه استادانو لخوا شاوخوا ۱۴۵ تنه محصلانو ته عملاً زده کړې ورکول کېږي. د استادانو لخوا د عصري وسایلو په کارولو سره محصلان روزل کېږي، د څانګې د نورو پرمختګونو په موخه په پلان کې لرو چې په راتلونکې کې په عصري او نوې فکره سمبال کدرونه په یاده څانګه کې جذب کړو او ددې څانګې د پرمختګ سبب شي.

لرلید Vision

یاده څانګه  غواړي چې د کاروبار د چارو د مدیریت، ادارې، مالي چارو، محاسبې او بازار موندنې په برخه کې د محصلینو په مسلکي روزنه کې د پام وړ خدمات عرضه کړي او په ټولنه کې یو کلیدي رول ولري.

څانګې ماموریت Mission

‌‌Business Administration څانګه ټولنې ته د کاروبار، مالي او منجمنټ په بیلابیلو برخو کې د نوې ټکنالوژۍ، ملي احساس،  د وړتيا په کارولو او د ټولنې غوښتنو ته په کتو سره علمي او اکاډميک شخصيتونه وړاندې کوي، نومړې څانګې د خپل ماموریت او لید لوري د ټاکلو په موخه د بېلابېلو ورکشاپونو له لارې د استادانو، محصلانو او کارکوونکيو همدارنګه د ټولنې له افرادو سره غونډې او ناستې ترسره کړې دي. همدارنګه دې څانګی هڅه کړې چې د ښکېلو خواوو نظرونه هم د څانګی د ماموریت او لیدلوري د پیاوړتیا لپاره له ځانه سره ولري د نوموړي ماموریت او لیدلوري په رامنځته کولو کې د څانګی له هر اړخیزې ارزونه (SWOT ANALYSIS) ترسره شوه تر څو د شته امکاناتو په رڼا کې څانګی خپل ماموریت او لیدلوری وټاکي. دڅانګې ماموریت او لیدلوری د پوهنتون په پنځه کلن ستراتیژیک او پرمختیايي پلانونو کې ځای پر ځای شوي د اجتماعی صفحاتو دلارې نشر ته سپارلي. دې ماموریت ته درسیدو په موخه یاده څانګه په پام کې لري چې:

۱. په لوړ کیفیت سره د تدریس چارې پر مخ یوسي.

۲.  د کاروبار د وسعت په موخه د کاروباري ادارو او ټولنې د وګړو تر منځ د ستونزو د لمنځه وړلو لارې چارې او دښه اړیکو په موخه نظریات وړاندې کول.

۳. د اوسنۍ عصري نړۍ غوښتنو او د ټولنې اړتیاوو ته په کتو سره د خپلو زده کړو عیارول چې دا کار د محصل تر فراغت وروسته د کار په بازار کې د هغه په جذب کولو کې ډېره مرسته کولای شي.

۴. د محصلینو ذهنیتونه نظم، ډسپلین، مساوات، هیوادنۍ مینې، تحمل، انضمام، احترام ، د ټولنې د خدمت په موخه لوړو ارزښتونو ته قایلول.

۵. یاده څانګه د هیواد د پرمختګ او په کاروباري او مدیریتي برخو کې د نړۍ سره د سیال کېدو، د ټولنې او چاپېریال د اړتیاوو په برخه کې با احساسه ده او په دې هیله ده چې ټولنه مو د پرمختګ پر لور هر اړخیر ګامونه پورته کړي.

د څانګی ماموریت او لیدلوری د پوهنځی په علمي شورا کې تر بحث وروسته تضویب شوی. 

 ارزښتونه

  • ټولنې ته د داسې علمي اشخاصو وړاندې کول چې ملي ګټو او مقدساتو ته پوره احترام ولري.
  • د کاروبار په ساحه کې ملي او نړیوال نورمونه په پام کې نیول.
  • د سوداګریزې سیالۍ په اوسني عصر کې په سیمه ایزه او نړیواله کچه د هیواد سیال کول

د څانګې موخې

دا څانګه لاندې موخو ته درسیدو لپاره هلې ځلې کوي:

  1. د اړتیاوو او ستونزو د حل لپاره د اقتصاد پوهنځي او نورو څانګو سره همکاري.
  2. د هیواد د ځوانو استعدادونو روزل او د دوی د تجربو د ډېرولو لپاره هلې ځلې کول.
  3. د ټولنې د لوړ کیفیت لرونکي خدمت لپاره د علم او تجربو په ګاڼه د ځوانو کدرونو  سمبالول او د خدمت په موخه یې بازار ته وړاندې کول.
  4. ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کېدونکي استعدادونه د عصري ټکنالوژۍ سره اشنا کول او سمبالول.
  5. د لوړو زده کړو او دهیواد دپرمختګ په موخه د ځوانو استعدادونو هڅونه او دمثبتو مفکورو انتقالول.
  6. د ټولنې د ټولو ناخوالو لکه د مخدره موادو قاچاق، غیر قانوني فعالیتونو او د تور اقتصاد د عواملو څخه د ځوان نسل ساتنه او دوی ته په قانوني چوکاټ کې د کاروبار د پیلولو او په ادارو کې داستخدام د فرصتونو برابرول.
  7. د فساد په وړاندې دمحصلینو او خلکو د ذهنونو روښانه کول او هغوی ته ددې ناوړه عمل په اړه پوری پوهاوی او د تجربو انتقال.
  8. د دولت او حکومتي کړیو سره د کاروبار او ادارې په برخه کې دتقویت په اړه مفکورې انتقالول.
  9. د کریکولم او درسي نصاب د معاصر ساتلو په خاطرد اړونده استعدادونو ، متخصیصنو، محصلانو او اهل مسلک سره د غونډو په لاره اچول.
  10. د علمي، تخصصي، تحصیلي او مالوماتي-تکنالوژیکي سطحې له نګاه څخه د څانګې د کادري غړو ارتقا.
  11. د ماسترۍ او دوکتورا په سطحه د لوړو زده کړو په ساحه کې د کادر روزنه.
  12. کادر او تخصص ته د اړتیا د تثبیت په موخه د اړونده ارګانونو په ګډون د محفلونو، مجلسونو او ورکشاپونو په لاره اچول.
  13. د کریکولم او درسي نصاب د معاصر ساتلو په خاطرد اړونده استعدادونو ، متخصیصنو، محصلانو او اهل مسلک سره د غونډو په لاره اچول.
  14. د نوښتګر تفکر په ایجاد، د علمی څیړنو د پروسی درک او په ساینس باندی د ولاړو میتودونو معرفی.
  15. د لوړوزده کړو وزارت د علمی برنامو تحقق.
  16. د نړۍ د نوی تکنالوژۍ ، ساینسی پرمختګونو او د مدنی ارزښتونو له غوښتنی سره سم د درسی نصاب تطبیق.

 د Business Administration څانګې آمر     

                                                          

پوهنمل عنایت الله حبیبي د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې د المان هیواد په رور بوخم پوهنتون کې سرته رسولې دي چې تر دې دمه یې ګڼ شمېر مقالې په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې نشر شوي دي، پوهمنل حبیبي تر دی مهاله د BBA څانګې د آمر په توګه دنده اجرأ کوي. د څانګې د آمریت  تر څنګ د پوهنتون د علمي تحقیقاتو د کمیټی د مرستیال او شورا غړی او د پوهنځي د علمي څېړنو کمېټې مشر هم دی.

ددې څانګې د استادانو نومونه او د هغوی علمي رتبې په لاندې جدول کې لیدلی شئ:

په دې څانګه کې د نورو پوهنتون شموله مضامینو تر څنګ لاندې تخصصي مضامین تدریس کېږي:

د سوداګرۍ څانګهCommerce

د سوداګرۍ (Commerce) څانګه د اقتصاد پوهنځي د تأسیس کیدو سره جوښت رامنځته شوه، ددې څانګې د اړتیا پر بنسټ اقتصاد پوهنځی ددې څانګې د رامنځته کېدو په پار هڅې او کوښښونه پېل کړل او دهمدې هڅو او منډو ترړو پایله وه چې په ۱۳۶۳ لمریز لېږدیز کال نوموړې څانګه د اقتصاد پوهنځي او ننګرهار پوهنتون په ګډ وړاندیز سره د لوړو زده کړو جلیله وزارت لخوا منظور شوه. یادې څانګې تر دې مهاله ډېر فارغین ورکړي دي چې په ډېرو مهمو او کلیدي پوستونو دندې تر سره کوي او عملاً د هیواد په عامه اداره کې او خصوصي سکتور کې په خدمت مصروف دي.

د سوداګرۍ څانګې تر دې مهال په زرګونو تنه فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي چې د ښه کیفیت پایله یې په اداراتو کې څرګنده ده، اوسمهال په یاده څانګه کې د اوه تنه استادانو لخوا شاوخوا ۱۴۰ تنه محصلانو ته عملاً زده کړې ورکول کېږي. د استادانو لخوا د عصري وسایلو په کارولو سره محصلین روزل کېږي، د څانګې د نورو پرمختګونو په موخه په پلان کې لرو چې په راتلونکې کې په عصري او نوې فکره سمبال کدرونه په یاده څانګه جذب کړو او ددې څانګې د پرمختګ سبب شي.

لرلید Vision

د ملي، سیمه ایز او نړیوالو اقتصادي-سکتوري سازمانونو لپاره په سوداګریزو ارزشونو، فکرونو او علمي-مسلکي پوهې سنبال کادرونو درلودل او په نړیواله سطحه د علمي او تخنیکي پرمختګ د غوښتنو مطابق د کادرونو، امکاناتو، سهولتونو،تجهیزاتو او وسایلو له پلوه د سمبال ډیپارټمنټ لرل.

ماموریت Mission

د داخلي او خارجي بازارونو د اړتیاو په پام کې نیولو سره د وړ لایق او په علمي مسلکي ډګر کې په وروستیو لاسته راوړنو مجهزو کادرونو تربیه او وړاندې کول.

موخې Objectives

  • د علمي، تخصصي، تحصیلي او مالوماتي-تکنالوژیکي سطحې له نګاه څخه د څانګې د کادري غړو ارتقا.
  • په دوامداره توګه د څانګې د علمي کادر غړو د علمي- مسلکې سطحې تازه ساتل.
  • د علمي- مسلکي کتابونو لیکل.
  • په علمي- مسلکي کتابونو او اثارو د مجهز کتابتون تهیه او تدارک.
  • په علمي او مسلکي اړوندو ساحو کې د تجربو او لاس ته راوړنود تبادلې او استفادې په منظور د علمي ـ تحصیلي بنسټونو سره د ارتباط تامین.
  • د کریکولم او درسي نصاب د معاصر ساتلو په خاطرد اړونده استعدادونو ، متخصیصنو، محصلانو او اهل مسلک سره د غونډو په لاره اچول.
  • د ډيپارټمنټ د مادي-تخنیکي پاې توسعه او پراختیا
  • د ماسترۍ او دوکتورا په سطحه د عالي لوړو زده کړو په ساحه کې د کادر تربیه.
  • د اړونده ملي او نړیوالو څېړنیزو پروژو په لاره اچول.
  • د منطقې او نړۍ په سطحه د اړوند علمي او اکاډمیک موسساتو سره د اړیکو تامین.
  • د ملي، سیمه ایز او نړیوال اقتصاد په سطحه د رشتوي نوو منځ ته راغلو مشکلاتو په تجزيي او تحلیل په منظورفورمونو تدویر او تشکیل.

د سوداګرۍ څانګې آمر

پوهنمل عتیق الله صافي خپلې لوړې زده کړې د ماسترۍ تر کچې د المان هیواد په رور بوخم پوهنتون کې سرته رسولې دي چې تر دې دمه یې ګڼ شمیر مقالې په ملي او نړيوالو ژورنالونو کې نشر شوې دي، پوهمنل صافی تر دې مهاله د سوداګرۍ څانګې د آمر په توګه دنده اجرأ کوي. د څانګې د آمریت  تر څنګ د پوهنتون د بریښنايي کمېټې د  شورا غړیتوب او د پوهنځي په کچه ځیني نور مسوولیتونه هم په غاړه لري.

ددې څانګې د استادانو نومونه او د هغوی اړونده علمي رتبې په لاندې جدول کې لیدلی شئ:

 

ملي اقتصاد څانګه

د ملي اقتصاد څانګه په ۱۳۶۹ لمریز لېږدیز کال کې تأسیس شوې ده، چې په هیواد کې د اقتصاد د عمومي ساحو لپاره کدرونه روزي، دا څانګه د اړتیا پر بنسټ د لوړو زده کړو د وزارت د اکاډمیکو چارو د انسجام له تائید وروسته رامنځته شوه، دې  څانګې په برییالیتوب سره تر اوسه پورې  په زرګونو فارغان ټولنې ته  وړاندی کړي او  استادانو یې تحسین نامې  او تقدیر نامی  هم ترلاسه کړې دي  او د  ځان ارزونې په دوه پړاوونو کې یې غوره پایلې درلودې، د شرایطو او وخت د بدلونو سره سم د څانګې لخوا په درسي نصاب کتنه کیږي او اړین مضامین په نصاب کې داخل او ځينې چې د وخت د شرایطو او تقاضا سره اړخ نه لګوي حذف کیږي. د ملي اقتصاد څانګې په ۱۳۹۷ لمریز لېږدیز کال کې د درسي نصاب نوې طرح جوړه کړه، چې د ۱۳۹۸ لمریز لېږدیزکال د لوړو زده کړو وزارت لخوا جوړې شوې برنامه کې د درسي نصاب په نوې طرحې جوړولو کې تري ګټه واخیستل شوه.

ماموریت او لرلید

  • هغه تګلارې چې د لیدلوري او ماموریت د پراختیا په موخه کې ترې استفاده کېږي دملی اقتصادڅانګې په مرام اواهدافو کی ذکرشوي
  • د لیدلوري او ماموریت د ترتیبونې کړنلاره دستراتیژیک پلان له مخې
  • د ماموریت او لیدلوري د تائید نېټه او د هغه دتصویب پړاوونه

د اکاډمیکو اسانتیاوو نوملړ

 د ملي اقتصاد څانګې خپلو استادانو او زده کړیالانو ته لاندې سهولیتونه اماده کړي دي:

 ۱. پوهنځي کتابتون لري چې د ملي اقتصاد څانګې د استادانو لخوا نشر شوي کتابونه پکې ایښودل شویدي او په څانګه کې هم د استادانو لخوا نشر شوي کتابونه موجود دي.

۲. داچې د زده کړو په بهیر کې مو له عصري ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړې وي او درسونو کیفیت مو پورته کړی وي زده کړیالانو ته په صنفونو کې پروجیکتورونه او LCD نصب شویدي.

۳. څانګه پنځه غړي لري چې د اداري مسولیتونو تر څنګ د تدریس چاري هم پر مخ وړي.

د ملي اقتصاد څانګې آمر

پوهنوال حمدالله نظامي خپلی لوړی زده کړې د ماسترۍ تر کچې په سپني روسیې هیواد کې په ۱۹۸۵ لمریز لېږدیز کې ترسره کړې ده. ښاغلي پوهنوال حمدالله نظامي ډیر شمیر کتابونه تالیف کړي او په نړیوالو او ملي ژورنالونو کې زیاتې مقالی نشر شوي.

ددې څانګې د استادانو نومونه او علمي رتبې په لاندې جدول کې لیدلی شئ:

 

مالي او بانکي څانګه (Finance & Banking)

مالي او بانکي څانګه چې په لنډیز سره د (F&B ) په توګه لیکل او یادیږي،  نه یواځې  ننګرهار پوهنتون کې، بلکې اوس په ټوله نړۍ کې یوه مهم دیپارتمنت دی چی د مالی مدیریت، مالی خطرونو، بانکی چارو او د دارایی یا شتمنیو په هکله مسایل تدریس او په دغو ډګرونو کې علمی تحقیق او څیړنې کوي.  دغه  څانګه په ننګرهار پوهنتون کې له ۱۳۹۱أ. کال څخه را په دې خوا تاسیس شوې ده چې ځانته یې په لاندې ډول خپل مرام او ماموریت ټاکلی دی:

لیدلوری

د ملي، سیمه ایز او نړیوالو اقتصادي-مالي موسساتو لپاره په نړېوالو معیارونو او د بانکې او مالي اوصولو سره سم، فکرونو او علمي-مسلکي پوهې سنبال کادرونو لرل. په ملي او نړیواله کچه د علمي-تخنیکي پرمختګ د غوښتنو مطابق د کادرونو، امکاناتو، سهولتونو،تجهیزاتو او وسایلو له پلوه سنبال ډیپارټمنټ درلودل.

ماموریت

د مالي او پولي  بازارونو د بانکي چارو د اړتیاو په پام کې نیولو سره د وړ لایق او په علمي مسلکي ډګر کې په وروستیو لاسته راوړنو مجهزو کادرونو تربیه او وړاندې کول.

دغې څانګې  څلور دورې فارغان د مالی او بانکی چارو په هکله ټولنی ته  وړاندی کړی دی او همدا اوس  ۱۸۹تنه محصلان  پکې په زده کړو بوخت دی.  دغه جمله کې یې  ۱۱ تنه نجونی او پاتی یی هلکان دی. څانګه  ځانګړی نصاب لري. چې دمعاری بانکداری  ځواب ویونکی ده او  نړیوالو معیارونو سره  د لوړو زدوه وزارت هغه کلستر کی  تصویب  شوی چی د ۱۳۹۸ کال د اسد په میاشت کې رسمی شو. دغې څانګه کې د لسانس  دوره کې فعلاً ۲۶ مضامین  تدریس کیږی. د تدریس سیستم یې کریدیت دی او یو شمیر انتخابی مضامین هم لري.

د بانکي او مالي څانګې آمر

پوهاند محمد بشیر دودیال چې د تدریس ډېره لویه سابقه لري او د هیواد په کچه یو پېژندل شوی نوم دی خپلې زده کړې یې د ماسترۍ تر کچې د خیبر پښتونخوا په پیښور پوهنتون کې په کال ۲۰۰۶ کې سرته رسولې دي چې تر دې دمه یې ۷۶ کتابونه تالیف کړي او د ۳۷۰ په حدودو کې مقالې یې  په ملي او بین المللي ژورنالونو کې نشر شوې دي، پوهاند  دودیال دا مهال د مالي او بانکي څانګې د آمر په توګه دنده سرته رسوي. د څانګې د آمریت  تر څنګ د پوهنتون په کچه په بېلابېلو کمېټو هم غړیتوب لري.

 

د اقتصاد پوهنځي نورې برنامې

د اقتصاد پوهنځی د پورته ذکر شویو څلورو څانګو ترڅنګ درې نورې برنامې هم لري چې په لاندې ډول دي:

لومړۍ برنامه: د ماسترۍ برنامه، چې په ۱۳۹۶ ه ش کال یې د USWDP په مالي او تخنیکي مرسته په فعالیت پیل کړی دی یاده برنامه کې لومړي ځل لپاره (۳۰) دیرش تنه محصلین جذب شوی وو چې د تدریس موده یې پاې ته ورسیده او هم د تیزسونو دفاع مرحله یې د شروع کیدو په حال کې ده، همدارنګه دوهمه دوره کې هم (۳۰) تنه محصلین جذب شوي چې تدریس یې دوام لري.

دویمه برنامه: د اقتصاد پوهنځي شپې برنامه ده چې نوموړې برنامه د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې په کال ۱۳۹۲ ه ش کې په فعالیت پیل وکړ چې د شپې لخوا تدریس کیږي او اوس مهال دوه څانګې لري چې یوه یې د ملي اقتصاد او بله یې د کاروبار اداره BBA څانګه ده​

دریمه برنامه: د Associate Degree Program  برنامه ده چې د اقتصاد پوهنځي د کمیونیټي کالج په چوکاټ کې د USWDP په مالي او تخنیکي مرسته نوې تاسیس شوی،غواړي چې د کاروبار اداری په رشته کې د دوه نیمو کلونو لپاره محصلین جذب کړي، د دی پروګرام اصلي هدف په نوموړي برخه کې په عملي توګه د کاري قوې روزنه او د اغیزمن ځواک پیاوړي کول دي.

سربېره پر دې د اداري فعالیتونو د بهبود او پراختیا په موخه یو لړ کمیټې هم پر مسلکي کادرونو سنبال دي، چې په لاندې ډول دي:

  1. د ځان ارزونې کمېټه
  2. فرهنګي او نشراتوکمېټه
  3. د علمي څیړونو کمېټه
  4. د ازموینې او شکایاتو اورېدلو کمېټه
  5. د نظم او ډسپلین کمېټه
  6. د بریښنایي زده کړو کمېټه
  7. د برسونو او مرستو د جذب کمېټه
  8. د چاپیریال ساتنې او زرغونتیا کمېټه
  9. د ستراتیژیک پلان جوړونې کمېټه
  10. د علمي او ساحوي کړنو کمېټه
  11. د درسي نصاب یا د کریکولم کمېټه
  12. د محصلینو شورا.