ننګرهار پوهنتون کې ۲۱ تنه محصلين د عملي حقوقي زده کړو په برخه کې وروزل شول.

nu_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۹:۱۸
image

 

د شرعياتو پوهنځي يادې نجونې محصلينې د افغانستان د نړیوال حقوقي بنیاد په مرسته د پوهنتون د حقوقي کلينيک په ۲۳ دوره کې له درېو مياشتو عملي زده کړو وروسته فارغې شولې.

په همدې اړه د شرعیاتو پوهنځي د امام ابوحنیفه (رح) د غونډو په تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، د شرعیاتو او حقوقو پوهنځيو رئیسانو او استادانو، محصلینو او د افغانستان د نړیوال حقوقي بنیاد او د پوهنتون د حقوقي کلنیک مسؤلینو په کې برخه لرله.

غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي محصلينو ته د تیوري او نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو زمينه هم برابره شوې ده.

هغه زياته کړه: د قانون د بهتر تطبيق لپاره اړينه ده، چې زمونږ کادرونه او فارغان د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې هم وکړي.

پوهاند بهسودوال د افغانستان د نړیوال حقوقي بنیاد (ILF-A) د ننگرهار سیمه ییز دفتر له مشرتابه مننه وکړه، چې د محصلینو په عملي روزنه کې له ننګرهار پوهنتون سره همکاري کوي او غوښتنه یې وکړه، چې د روزنیزو دورو او محصلینو شمېر باید زیات کړي، تر څو د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو ټول محصلین له دې زده کړو برخمن شي.

د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب او د افغانستان د نړیوال حقوقي بنیاد (ILF-A) د ننګرهار د سیمه ییز دفتر مشر عبدالواحد میاخېل د غونډې نور ویناوال وو، چې په ټولنه کې د مدافع وکیل او وکالت پر اړتیا، ارزښت او شرعي اړخ یې خبرې وکړې.

د غونډې په پاى کې د محصلينو له خوا تمثيلي محاکمه ترسره شوه او په فارغو ګډونوالو تصديقونه وويشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu