ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې د دکتورا پروګرام دفاع غونډه جوړه شوه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۴ - ۱۰:۲۶
image

 

د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی همایون حامد د یاد پوهنځي د فقهې او قانون دکتورا پروګرام د لومړۍ دورې سکالر له خپل پایلیک څخه په بریالي ډول دفاع وکړه.

په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو د انسجام آمریت د غونډو په تالار کې مراسم جوړ شوي وو، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د افغانستانو د دکتورانو ټولنې (ادا) رئیس پوهنوال دوکتور عبدالمتین شهیدي او د یادې ټولنې یو شمېر غړو، د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب او د یاد پوهنځي او د پوهنتون د ځینو نورو پوهنځیو استادانو، علماوو او پوهانو په کې برخه لرله.

د غونډې ویناوالو د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې څخه د PhD په سویه د علمي کادرونو فراغت د ننګرهار پوهنتون او ټول هېواد لپاره د ویاړ او افتخار ځای وباله او له اړوندو مسؤلینو یې د یاد او ورته نورو اکاډمیکو برنامو د ملاتړ او پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

د غونډې په دویمه برخه کې ښاغلي پوهندوی همایون حامد د (تاصیل الحقوق العینیة الواردة في القانون المدني الافغاني) تر سرلیک لاندې له خپل پایلیک دفاع وکړه او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې، چې د ژوري هیئت له خوا یې دفاع مثبته ارزیابي شوه.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې دکتورا پروګرام په ۱۳۹۳ لمریز کال کې رامنځته شوی، چې اوس مهال په کې ۱۰ تنه په زده کړو بوخت دي او ۱۹ تنه یې په دوه دورو کې له تدریسي پروسې فارغ کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu