فعالیتونه

د انجنيري پوهنځي د ۱۳۹۸ کال کړنې او فعالیتونه

د ننګرهار پوهنتون انجینري پوهنځي په ۲۰۱۹  ميلادي کال کې د خپلو ستراتېژیکو موخو او پلانونو په نظر کې نیولو سره لاندې کړنې پیل کړي، چې ځینې یې بشپړې شوي او ځینې یې تر کار لاندې دي:

  1. د انجنيري پوهنځي د سېول او همدارنګه د اوبو زېرمو او چاپېریال ساتنې انجینري څانګو څخه د ۲۱۲ تنو د لیسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
  2. د پوهنځي درسي کریکولم باندې بیا کتنه شوې. نوموړې کتنه د لوړو زده کړو محترم وزارت کې د هېواد د ټولو انجینري پوهنځيو بېلابېلو څانګو امرینو او همدارنګه د کریکولم کمېټې یو یو تن غړي ګډون درلود. کریکولم د انجینري په کلستر کې ورباندې بیا کتنه بشپړه شوې او اوس مهال یوازې د لوړو زده کړو وزارت منظورۍ ته منتظر یو.
  3. د انجینري مسلک اړوند دولتي او غیر دولتي موسساتو سره مو علمي توامیتونه لاسلیک کړي، چې د نوموړو توامیتونو په اساس یو شمېر محصلین د عملي زده کړو حاصلولو په موخه نوموړو موسساتو ته معرفي شوي.
  4. د برېښنايي زده کړو لپاره مو انلاین کورس د محصلینو لپاره دایر کړی، چې په نوموړي کورس کې د ننګرهار پوهنتون انجینري پوهنځي د څلورم ټولګي ۱۲ تنو محصلینو ته د کابل، هرات، البیروني او د هېواد یو شمېر نورو پوهنتونونو محصلینو ګډون درلود.
  5. د ICIMOD نړیوالې موسسې سره د هوکړه ليک په اساس د پوهنځي یو شمېر علمي کادر غړو ته د GIS & RS په برخه کې روزنیز کورسونه جوړ شوي.
  6. د علمي پروګرامونو د تقویې لپاره د  فارغو محصلانو(Alumni) شبکه جوړه شوې ده.
  7. د ننګرهار پوهنتون په سطحه په څېړنيز کلیکسون کې د پوهنځي د علمي کادر غړو او محصلانو پراخه ګډون او علمي کادر غړو له خوا د علمي کنفرانسونو ارایه کول.
  8. په علمي کادر کې د ۷ تنو علمي کادر غړو تقرر.
  9. د پوهنځي اړوند علمي کادر غړو ۹ څېړنیزې مقالي او ۱۵ علمي څېړنيز کنفرانسونه ارایه کړي.
  10. په نړيوال ژورنال کې درې علمي مقالې خپرې شوي.
  11. د ماسترۍ  برنامې لپاره دوه تنه د علمي کادر غړي بهرنيو هېوادونو ته استول شوي.
  12. د جمهوري ریاست د اداره امور په هدایت، جلالتماب جمهور رئیس ته د فقر او غربت په له منځه وړلو کې د انجینري پوهنځي د علمي کادر غړو په همکارۍ د پوهنځي د سېول څانګې د څلورو تنو محصلینو له خوا طرحه وړاندې شوې.
  13. د پوهنځي او څانګو په کچه پنځه کلن انکشافي ستراتېژیک پلان جوړ شوی.
  14. د محصلینو له خوا علمي څېړنې او لابراتواري څېړنيز کارونه ترسره شوي.
  15. د نويو معرفي شويو محصلینو لپاره Orientation  وړاندې شوی.