د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۹:۲
image

 

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د علمي، اداري، ترفیعاتو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال د پوهنتون د درسونو د پیل په اړه مسؤلینو اړینې سپارښتنې وکړې.

نوموړي وویل: د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د پرېکړې سره سم ټاکل شوې، چې د پوهنتون درسونه د لوی اختر له رخصتیو وروسته روغتیايي سپارښتنو ته په پام په حضوري توګه پيل شي، چې د پوهنځیو او د پوهنتون د اړوندو نورو څانګو محترم مسؤلین باید اړین چمتوالی ونیسي.

د پوهنتون رئیس دغه راز د مجلس له غړو غوښتنه وکړه، چې د خپلو ادارو او دیپارتمنتونو علمي او تدریسي چارې په راتلونکې کې هم د تضمین کیفیت له معیارونو سره سمې پر مخ ویسي او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون رهبري به وخت په وخت د هغې څارنه وکړي.

د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د تضمین کیفیت د دوامدارې پروسې تطبیق، د پوهنځیو له خوا د ستراتېژیکو پلانونو د جوړولو او د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي سیستم (HEMIS) د عملي کولو په اړه ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د پوهنتون مشرتابه د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېټې درې تنه غړي پوهاند دوکتور عبدالحی مقیم، پوهنوال محفوظ الله عارفي او پوهنیار شمس الرحمن پیاوړی، چې د پوهنتون مالي او حسابي او نورو څانګو د چارو څارنه او ارزونه یې کړې وه، د ښو کړنو له امله د علمي شورا په غونډه کې د ستاینلیکونو په ورکړې سره تقدیر کړل.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون سربېره د کونړ سید جمال الدین افغاني او لغمان پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو ۱۲ او د رتبې تثبیت ۲ کیسونو او د يو شمېر نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې. د پوهنتون د حضوري درسونو د وخت په اړه پرېکړه وشوه، چې د ورځې درسونه به د سهار په ۷ بجو او د شپې پوهنځیو، ماسترۍ او دوکتورا درسونه به د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو پیلېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۰:۶
Background image

د پښتو ژبې او ادبیاتو ماسټرۍ پروګرامونو تطبیق او پراختیا په موخه د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي په شتون کې د هېواد د اوو پوهنتونونو تر منځ اووه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو.

 

د هوکړه لیک د لاسلیکولو په ناسته کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د پښتو ژبې او ادبیاتو پیاوړتیا او پراختیا په موخه د هېواد د اوو پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هرکلی وکړ او ترڅنګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۲:۵۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې ۸۰ تنو محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابرېږي.

 

په یاد شمېر کې محصلین به په اوو دورو کې په جلال اباد ښار کې د منډول په نوم د قیمتي کاڼو د پروسس شرکت له خوا د شپږو میاشتو په موده کې وروزل شي.

یاده خبره د منډول د قیمتي کاڼو د پروسس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۲:۴۹
Background image

په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره وليدل.

 

د افغانستان په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR د ملاتړ څانګې مسؤل او سرپرست مشر یوسف مزي ګواني د یوه پلاوي په مشرۍ د ننګرهار پوهنتون له رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد. . .

BACK TO NEWS