د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۹:۲
image

 

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د علمي، اداري، ترفیعاتو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال د پوهنتون د درسونو د پیل په اړه مسؤلینو اړینې سپارښتنې وکړې.

نوموړي وویل: د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د پرېکړې سره سم ټاکل شوې، چې د پوهنتون درسونه د لوی اختر له رخصتیو وروسته روغتیايي سپارښتنو ته په پام په حضوري توګه پيل شي، چې د پوهنځیو او د پوهنتون د اړوندو نورو څانګو محترم مسؤلین باید اړین چمتوالی ونیسي.

د پوهنتون رئیس دغه راز د مجلس له غړو غوښتنه وکړه، چې د خپلو ادارو او دیپارتمنتونو علمي او تدریسي چارې په راتلونکې کې هم د تضمین کیفیت له معیارونو سره سمې پر مخ ویسي او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون رهبري به وخت په وخت د هغې څارنه وکړي.

د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د تضمین کیفیت د دوامدارې پروسې تطبیق، د پوهنځیو له خوا د ستراتېژیکو پلانونو د جوړولو او د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي سیستم (HEMIS) د عملي کولو په اړه ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د پوهنتون مشرتابه د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېټې درې تنه غړي پوهاند دوکتور عبدالحی مقیم، پوهنوال محفوظ الله عارفي او پوهنیار شمس الرحمن پیاوړی، چې د پوهنتون مالي او حسابي او نورو څانګو د چارو څارنه او ارزونه یې کړې وه، د ښو کړنو له امله د علمي شورا په غونډه کې د ستاینلیکونو په ورکړې سره تقدیر کړل.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون سربېره د کونړ سید جمال الدین افغاني او لغمان پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو ۱۲ او د رتبې تثبیت ۲ کیسونو او د يو شمېر نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې. د پوهنتون د حضوري درسونو د وخت په اړه پرېکړه وشوه، چې د ورځې درسونه به د سهار په ۷ بجو او د شپې پوهنځیو، ماسترۍ او دوکتورا درسونه به د ماسپښین په ۳:۳۰ بجو پیلېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS