د ننګرهار پوهنتون اداري او تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۹:۳۱
iamge

 

په نوموړو کاري ناستو کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي، د پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او اداري آمرينو په کې برخه لرله، د پوهنتون د مالي، اداري، استادانو تقرر او ځینو نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د مجلس په پیل کې د البیروني پوهنتون د شهیدو شویو استادانو او دغه راز د لوړو زده کړو د کورنۍ ټولو هغو استادانو روح ته، چې په دې وروستیو کې د کرونا ناروغۍ له امله وفات شوي وو، د دعا لاسونه لپه شول او د پېښې ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه وشوه.

د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په اداري او تحصیلي برخو کې د لوړو زده کړو وزارت د داخلي تفتیش سپارښتنې د مجلس له غړو سره شریکې کړې او په یادو برخو کې د شته ستونزو او نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په اړه یې د پوهنځیو او اداري شعباتو مسؤلینو ته جدي سپارښتنې وکړې.

پوهاند بهسودوال د کرونا ناروغۍ د وقایوي او احتیاطي تدابیرو په اړه مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې او غوښتنه یې وکړه، چې د ورځنیو چارو پر مهال دې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په نظر کې ونیول شي.

د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي د تدارکاتي پروسو د چټکوالي د ترتیب شوي لارښود په اړه د مجلس غړو ته معلومات ورکړل او په پای کې د یو لړ نورو متفرقه مسایلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د تقرر او انفکاک مجلس اجنډا د نوموړي مجلس د منشي پوهندوی سید سمیع الله سعیدي له خوا د مجلس له غړو سره شریکه شوه، چې له مخې یې د ننګرهار، لغمان، نورستان او لوګر پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د علمي کادر د تقرر ۱۰ کیسونه مطرح او تر بحث او پرېکړو وروسته د بعدي اجرااتو په موخه اړوندو څانګو ته محول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۸ - ۹:۲۷
Background image

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره وليدل.

 

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل قاضي خالد صداقت د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل. په یاده لیدنه کې دواړو. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۴ - ۱۰:۲۶
Background image

ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې د دکتورا پروګرام دفاع غونډه جوړه شوه.

 

د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی همایون حامد د یاد پوهنځي د فقهې او قانون دکتورا پروګرام د لومړۍ دورې سکالر له خپل پایلیک څخه په بریالي ډول دفاع وکړه.

په همدې مناسبت. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

 

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل قاضي خالد صداقت، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد. . .

BACK TO NEWS