د ماسترۍ دورې کانکور د کارتونو وېش، بایومتریک او ازموینې خبرتیا!
Event dates
Event dates -
د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ دورې کانکور ازموینې ټولو هغو ګډونوالو ته، چې ددې پوهنتون د ماسترۍ دورې شپږو څانګو لپاره یې په ننګرهار پوهنتون کې نوملیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د کانکور په ازموینه کې د ګډون کارتونو تر لاسه کولو او بایومتریک لپاره دې له ټاکلي مهالوېش سره سم ننګرهار پوهنتون ته راشي.
د قضاء او څارنوالۍ، تفسیر او حدیث او عربي ادبیاتو څانګو د کارتونو وېش او بایومتریک پروسه د چهارشنبې په ورځ د کب په ۱۸مه نېټه او د پښتو ادبیاتو، اقتصاد MBA، فقهې او قانون څانګو د کب په ۱۹مه نېټه په ټاکل شویو ځایونو کې ترسره کېږي.
وخت: د سهار له ۸ بجو د ماسپښین تر ۳ بجو پورې.
ځای: د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC)- ننګرهار پوهنتون.
یادښت: د ازموینې کارت ترلاسه کولو او بایومتریک پر مهال د شخص حضور او د تذکرې د اصل یا پاسپورت شتون شرط دی.
د یادونې وړ ده، چې د کانکور ازموینه د ازموینو ملي ادارې د راغلي پلاوي او د ننګرهار پوهنتون د ادارې له خوا د کب په ۲۰ مه نېټه د جمعې په ورځ اخیستل کېږي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره