د برېښنايي زده کړو کمېټې غړو د انلاین کورسونو د ثبت په اړه غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۳:۸
Picture

ه یاده غونډه کې چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ ترسره شوه، په کې د انلاین کورسونو د ثبت بڼې، ترتیب، مهال وېش ټاکلو او مضامینو وېشلو سربېره یاده برخه کې د شته امکاناتو څخه ګټې اخیستنې او اړینو سهولتونو برابرولو په اړه بحثونه وشول.
د غونډې پیل کې د استاد پوهنیارعارف الله ضیاء له لوري د انلاین کورسونو ثبت په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو او پرمختګونو په اړه راپور د کمېټې له غړو سره شریک شو او دغه راز په یاده برخه کې د پرتو خنډونو د حل په موخه نظریات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـ/ـولوي احسان ناصح د خپلو خبرو پر مهال وویل: د هر پوهنځي په کچه یو انلاین کورس ثبتول د پوهنتون د ستراتیژیک پلان یوه برخه ده، چې په اړه یې باید جدي کړنې ترسره او راپور یې له علمي معاونیت سره شریک شي.
نوموړي د پوهنتون د انلاین کورسونو د ثبت او ریکارډ پروسې په ګړندیتوب ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، هڅه به وکړي چې د دې پروسې د چټک پرمختګ لپاره د بېلابېلو دولتي او خصوصي رسنیو څخه د تخنیکي مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړي.
د غونډې په پای کې د یاد بهیر د معیاري کېدا په اړه نظریات وړاندې شول او هر استاد ته په ویډیويي بڼه د یو مضمون د ثبت سپارښتنه وشوه.
د یادونې وړ ده، چې ددې چارې په ترسره کېدو سره به محصلین وکولی شي  د حضوري زده کړو تر څنګ په انلاین شکل زده کړو ته لاسرسی ولري.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۹:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون له لوري د جوړېدونکي ملي کنفرانس علمي کمېټې نوبتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون له خوا ( د هېواد په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت تدریس، ارزښت او اغېزې) تر سرلیک لاندې د جوړېدونکي ملي کنفرانس علمي کمېټې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۹:۳۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښوونې او روزنې پوهنځي کې د ازموینو له صحنو لیدنه وکړه.

پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د یاد پوهنځي د مرستیال پوهنیار سیف الله شینواري په ملتیا د سمستر نهايي ازموینو له روان بهیر څخه لیدنه وکړه او د ازموینو د نظم او شفافیت په اړه یې ممتحنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي محصلینو ته په خرګوش (سوۍ) د زرقیاتو د تطبیق او اغېزو معلومولو پروسه په عملي بڼه تشریح شوه.

یاده عملي چاره ددې پوهنځي استاد پوهاند سید قمبر علي حیدري په لارښوونه د فارمکولوژي څانګې د څلورم کال لومړي سمستر محصلینو لخوا ترسره شوه، چې پر مهال یې یو نارینه خرګوش (سوۍ) ته په بټوک. . .

BACK TO NEWS

User account menu