د بایومتریک معلوماتو د ثبت خبرتیا!

nu_admin
image

Event dates

Event dates -

 

په ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۱ لمریز کال کانکور ازموینې ټولو هغو ګډونوالو ته، چې د ازموینې کارتونه یې ترلاسه کړي، خبر ورکول کېږي، چې سبا ورځ (سه شنبه) او بله ورځ (چهارشنبه) چې د میزان د ۱۲ او ۱۳ نېټې سره برابره ده، د بایومتریک معلوماتو ثبتولو لپاره دې لاندې مرکزونو ته مراجعه وکړي:

د نارینه کاندیدانو د بایومتریک مرکز

شرعیاتو پوهنځي وداني، ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس، درونټه، اوومه ناحیه- جلال آباد ښار.

وخت: د سهار له ۵:۳۰ پنځه نیمو بجو د مازیګر تر ۳:۰۰ درې بجو پورې.

د ښځینه کاندیدانو د بایومتریک مرکز

ننګرهار مرکزي دارالمعلمین، جوی هفت، پنځمه ناحیه- جلال اباد ښار.

وخت: د ماسپښین له ۱:۰۰ یوې بجې د مازیګر تر ۴:۰۰ څلورو بجو پورې.

شرایط

د بایومتریک معلوماتو ثبتولو پر مهال د کانکور ازموینې د ګډون کارت، د تذکرې اصل او د شخص موجودیت شرط دی.

د یادونې وړ ده، چې د کانکور ازموینه به د پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو کې، چې د میزان د (۱۴، ۱۵، ۱۶) نېټې سره برابره ده، په ننګرهار پوهنتون کې اخیستل کېږي.

یادښت: د کانکور په یاده ازموینه کې د شپې پوهنځیو او څوارلسم پاسانو اختصاصي کانکور ګډونوال وجود نه لري، د هغوی کانکور به وروسته اخیستل کېږي.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

More events

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۲:۲۵
Background image

خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي ماسترۍ ۳ برنامو (هارتیکلچر، اګرانومي او د کرنیزو تولیداتو ځنځیري ارزښت مدیریت) ټولو بریالیو جدید الشمول محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې سر له سبا ورځې . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۱۳
Background image

د ماسترۍ دورې کانکور ازموینې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي هارتیکلچر، اګرانومي او کرنیزو تولیداتو ځنځیري ارزښت مدیریت څانګو ماسترۍ برنامو ګډونوالو ته، چې وړاندې یې نوملیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د یادو برنامو . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۹:۴۰
Background image

د داو طلبۍ خبرتيا!

داو طلبۍ ته د دعوت شمېره: MOHE/NU/1404/NCB/G-09

د ننګرهار پوهنتون رياست له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون د مرکزي ليليې د . . .

User account menu