د انجینري پوهنځي علمي کادر بستونو اعلان!
(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))
د ننګرهار پوهنتون انجینري پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بستونو کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:
ټولو په شرايطو برابرو کانديدانو چې په ذکر شوي څانګو کې دلومړي ځل لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه، د دوهم ځل لپاره د دوکتورا،ماسټري او يا لېسانس په سويه لوړې زده کړې يې ترسره کړې وي، خپل غوښتنليکونه دې له خپلو تحصيلي اسنادو او تابعيت تذکرې سره يوځای د ننګرهار پوهنتون دعلمي چارو معاونيت اړوند د استادانو چارو آمريت ته وسپاري.
درنښت
دننګرهار پوهنتون اداره