دکمپيوټر ساينس پوهنځي د علمي کادر بست اعلان!

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام عمومي مدیریت خبرتیا ))
دننګرهار پوهنتون اړوند د کمپيوټر ساينس پوهنځي رياست په لاندې خالي بست کې د ازادې سيالۍ ازموينې له لارې په علمي کادر کې په شرايطو برابرو اشخاصو ته اړتيالري.
ټولو په شرايطو برابرو کانديدانو چې په ذکر شوي څانګه کې د دوکتورا، ماسټرۍ اويا لېسانس په سويه لوړې زده کړې يې ترسره کړې وي خپل غوښتنليکونه دې له خپلو تحصيلي اسنادو او تابعيت تذکرې سره يوځای له ۱۴۴۵/۳/۱۹ مطابق ۱۴۰۲/۷/۱۲ نېټې څخه تر ۱۴۴۵/۴/۱مطابق ۱۴۰۲/۷/۲۴ نېټې پورې دننګرهار پوهنتون دعلمي چارو معاونيت اړوند د استاذانو چارو آمريت وسپاري.
درنښت.
دننګرهار پوهنتون اداره