ننګرهار پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ (OBE-SCL) تدریسي تګلارو د زده کړې ۱۲ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۷:۱۳
image

 

یاد ورکشاپ د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) په نوښت د سپین غر لوړو زده کړو موسسې استادانو ته جوړ شوی ؤ.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د ورکشاپ د پای مراسمو کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ تدریسي تګلارو په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون اداره هڅه کوي، چې د تدریس د دودیزو تګلارو پر ځای نړیوالې معیاري تګلارې عامې کړي.

ښاغلي کډوال د مسلکي زده کړو د پرمختیايي مرکز مسؤلینو او د ورکشاپ د روزونکو استادانو څخه د مننې تر څنګ له برخوالو استادانو غوښتنه وکړه، چې ترلاسه شوي مهارتونه د خپلو اړوندو پوهنځیو او څانګو له استادانو سره هم شریک کړي.

د سپین غر لوړو زده کړو موسسې رئیس ډاکتر سبحان الله حمیدي د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه مننه وکړه، چې تل یې له دوی سره اکاډمیکه مرسته کړې او په راتلونکې کې یې هم د ورته همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون د رهبري هیئت له خوا ګډونوالو استادانو ته سندونه او د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د مشرتابه له خوا د PDCمرکز مسؤل پوهنیار محمد مالیار رحماني او د ورکشاپ روزونکو استادانو پوهنمل دوکتور مسعود موحد او پوهنمل جاوید صاحبزاده ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته اداري فساد سره د مبارزې په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت اړوند وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د اداري فساد مخنیوي، ورځینو چارو لا روڼتیا او د یوې سالمې، ځواب ‌ویونکې او شفافې اداري فضا تأمین په موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د سلام اچولو د اهمیت او فضیلتونو په اړه اصلاحي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون لیلیه محصلینو ته په اسلام مبارک دین کې د سلام اچولو د اهمیت، فضیلتونو او ټولنیزو ګټو په اړه اصلاحي او معلوماتي سیمینار وړاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۱۳
Background image

قراردادي خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون دزراعت او وترنري علومو پوهنځيو د تحقيقاتي فارمونو لپاره د ضرورت وړ لوازمو. . .

BACK TO NEWS

User account menu