د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته مونوګراف څخه د دفاع مهارتونو او معیاري پرېزنټېشن جوړولو په هکله دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.
یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د الکترونیکي زده کړو کمېټې په نوښت د ۱۴ ګونو پوهنځیو لسګونو تنو محصلینو ته د پوهنتون د غونډو په تالار کې د انجنیري پوهنځي استاد او د نوموړې کمېټې مشر پوهنیار حبیب الرحمن حکیمي له خوا وړاندې شو.
په ورکشاپ کې محصلینو ته د مونوګراف د مفهوم، جوړښت او بریالۍ دفاع اړوند مهم علمي او عملي مهارتونه، د دفاع پر مهال عامې تېروتنې او د هغو د اصلاح لارې چارې تشریح شوې.
همداراز ګډونوالو ته د معیاري پرېزنټېشن او سلایډونو جوړولو، پاورپاینټ له لارې د اغېزمنې ارايې او د اړوندو علمي وېبسایټونو څخه د معلوماتو ترلاسه کولو عملي طریقې وښودل شوې.
د ورکشاپ په پای کې محصلینو ته اړونده برخه کې لازمې لارښوونې وشوې، د هغوی پوښتنې ځواب او سپارښتنه ورته وشوه، چې د ورکشاپ په ترڅ کې ترلاسه کړې پوهه او تجربې راتلونکي کې د خپلو مونوګرافونو د دفاع، علمي تحقیقاتو او پرېزنټېشنونو د لا ښه والي لپاره په عملي ډول وکاروي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
