د داو طلبۍ خبرتيا

Event dates
Event dates -
د ننګرهار پوهنتون د تهيه تدارکات او خدماتو امريت خبرتيا!
داو طلبۍ ته د دعوت شمېره: MOHE/NU/1404/NCB/G-03
د ننګرهار پوهنتون له ټولو هغو دولتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرايطو برابر وي غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون د د اداري او تدريسي شعباتو د ضرورت وړ قرطاسيې او تنظيفاتي موادو د دواوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د تدارکاتو مديريت څخه دې د شرطپاڼې يو نقل کاپي ترلاسه کړي.
د ننګرهار ورځپاڼې کې د اعلان د نشر څخه (۲۱) تقويمي ورځې وروسته دې خپل آفر د شرطنامې ، تدارکاتو قانون او طرزالعمل له مخې مهر او بند(سربسته) د تدارکاتو مديريت، ننګرهار پوهنتون، کابل جلال اباد عمومي سرک اوومه ناحيه، جلال اباد، افغانستان موقعيت لري وسپاري ، هغه آفر چې ناوخته راورسېږي يا د انټرنټ له لارې استول شوی وي نه منل کېږي.
د آفر تضمين د بانک ګرنټي په شکل(217062) افغانۍ ده د آفر پرانستې (افر ګشايي ) مجلس به د ننګرهار ورځپاڼه کې د نشر شوي اعلان څخه وروسته په (۲۲) تقويمي ورځ د سهار په (۱۰) بجو د ننګرهار پوهنتون رياست مقام کې دا ئيرېږي په تضمين کې نقدي پېسې نه اخستل کېږي.