دکمپيوټر ساينس پوهنځي په اړه
د کمپیوټر ساینس پوهنځی په ۲۰۰۱ کال کې د ساینس او ټکنالوژي پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شوی و. اصلي موخه يې دا وه چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې زده کړیالانو ته لوړي زده کړي وړاندې کړي.
په ۲۰۰۶ کال کې، د کمپیوټر ساینس پوهنځی د ننګرهار پوهنتون سره مدغم شو او د انجینري پوهنځي کې یې د یوي څانګي په حیث خپل فعالیت پیل کړ، چې دا یې لومړنی ګام و چې دغه برخه په پوهنتون کې خپله ذاتي پېژندنه ترلاسه کړي.
په ۲۰۰۸ کال کې، دا پوهنځی وتوانیدله چې په ننګرهار پوهنتون کې د مستقل پوهنځي په توګه خپل فعالیتونه پیل کړي، چې دا یې د نوښت او خپلواکۍ په برخه کې یو مهم ګام و.
د دې پوهنځي د جوړیدو سره سم د کمپیوټر ساینس برخې په افغانستان کې په بریالیتوب سره وده کړې ده او د محصلینو لپاره یې نوي او عصري زده کړې وړاندې کړې دي.