د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلیې د نظم او دسپلین کمېټې ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۰:۳
picture

په یاده غونډه کې چې د ننګرهار پوهنتون د رئیس شـیخ انعام الله مدني، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي سربېره د پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت، فرهنګي کمېټې او لیلیې مدیریت مسؤلینو برخه لرله، د لیلیې خدماتو د کیفیت بهتروالي، نظافت، ستونزو حل او د انظباطي اقداماتو پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.
غونډه کې د پوهنتون مشرتابه غړو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د محصلینو د استوګنې محیط او وسایلو تنظیم او خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي، د محصلانو له کړنو دوامداره نظارت وکړي او هغوی ته په مناسبو وختونو کې دیني، فرهنګي، ټولنیزې او سپورتي برنامې برابرې کړي، چې د مسؤلینو له خوا د جدي هڅو او اقداماتو ترسره کولو ډاډ ورکړل شو. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۸:۵۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ د بېلابېلو پوهنځیو د جدیدالشمول محصلینو په ښه راغلاست غونډو کې ګډون وکړ.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو د شرعیاتو، ښوونې او روزنې او انجنیري پوهنځیو د جدیدالشمول محصلینو په ښه راغلاست غونډو کې ګډون وکړ او د یادو پوهنځیو نویو محصلینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۸:۴۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري کارکوونکو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې په اړه د پوهاوي سيمینار دایر شو .

یاد سيمینار چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت په نوښت او ددې پوهنتون د کیفیت لوړاوي امریت له خوا د پوهنتون اداري امرینو او مدیرانو ته دایر شو، پر مهال یې ګډونوالو ته د کیفیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۰:۱۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د داخلي او بهرنیو ژبو د زده کړې کورسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون ریاست په لارښوونه او ددې پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته د پښتو، دري ،عربي او انګلیسي ژبو زده کړې یو کلنه وړیا برنامه پیل. . .

BACK TO NEWS

User account menu